افغانستانسلايډ

افغانستان: يو اتيا سلنه افغانان په خپلو کارونو ډاډه نه دي

د نويو شمېرنو له مخې افغانستان کې د بې کارۍ کچه د پخوا په پرتله نوره هم پورته ختلې بلل شوې ده. د ملي يووالي حکومت د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان په ۷.۲ مليون په کار بوختو وگړو کې يوازې نولس سلنه يې له خپلو کارونو ډاډه دي او يو اتيا نور پرې باوري نه دي.

دغو شمېرنو ښودلې ده، چې شپږ ويشت سلنه داسې ځوانان لا هم بې کاره گرځي، چې د کار وړتيا لري، بل لور ته حکومت ادعا کوي، چې هر کال له څلورو تر پنځو سوو زرو افغانان پر کارونو بوختېږي.

د افغانستان ډېر وگړي او په ځانگړي ډول ځوانان وايي، چې پخوا يې بوختياوې لرلې خو د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو سره بې کاره شوي دي.
گڼو ځوانانو رسنيو سره خبرو کې ويلي، چې له دغه وخته وړاندې يې په بېلا بېلو کاري منصبونو کې سلگونه ډالر ترلاسه کول، خو اوس يا بې کاره گرځي يا هم په موقتي کارونو اخته دي.

د اقتصاد وزارت مرستيال محمد اسماعيل رحيمي بې کاري د ټولنې يو جدي گواښ بولي، خو په وينا يې حکومت يې د له منځه وړو هڅې کوي. هغه وايي هر کال نوي ځوانان کاري بازار ته ننوځي، چې دا که په لنډ مهال کې حکومت لپاره يوه ستونزه ده، خو اوږد مهال کې به همدا د هېواد د اقتصاد اصلي محرک وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button