انترنیتي خدمتونه؛ جنوبي کوریا لومړۍ او افغانستان ۱۵۶ نمبر دی

په ټوله نړۍ کې ۱۶۷ هېوادونه انترنیت لري چې له منځه يې افغانستان ۱۵۶ مقام لري. سره له دې چې په وروستیو کې ټيکنالوژۍ بې سارې پرمختګ کړی دی، خو د نړیوالو اړیکو یو سازمان په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د انترنیت پرمختګ پر ټپه ولاړ دی.
افغان چارواکي بیا هیلهمند دي چې د فایبر نوري د پروژې د بشپړیدو سره به د افغانستان نیم نفوس انترنیت ته لاسرسی ولري.
اوسمهال په ټوله نړۍ کې درې میلیارد او دوه سوه میلیونه خلک انترنیت ته لاسرسی لري.
د دوی له منځه په افغانستان کې پنځه میلیونه خلک له انترنیته ګټه اخلي چې په نړیواله کچه خورا کم دی.
د نړیوالو اړیکو سازمان د راپور له مخې افغانستان په دغه جدول کې له آخره ۱۱ نمبر دی. یعنی د ټولو ۱۶۷ هېوادونو له منځه چې انترنیت څخه په کې ګټه اخېستل کیږي، ۱۵۶ نمبر دی.
د نړیوالو اړیکو سازمان د راپور له مخې د تېرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان کې د انترنیت پرمختګ پر ټپه ولاړ دی. دوی وايي انترنیتي خدمتونه لا هم ۲۰۱۰ کال په څېر دي.
راپور له مخې د افغانستان ګاونډیانو چین و پاکستان بیا په دې لړ کې د پاموړ پرمختګ کړی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت ویاند ایمل مرجان ازادۍ رادیو ته ویلي چې د دوی هڅې روانې دي چې د سترو پروژو له لارې د افغانستان انترنیت قوي کړي.
د مرجان له قوله اوسمهال افغانستان شل ګیګا بیټه انترنیت لري او پنځه میلیونه خلک ترې ګټه اخلي.
د مخابراتو وزارت ویاند په باور افغانستان به په اینده پنځو کلونو کې له پنځوسو تر شپیتو میګابیټ پورې انترنیت ولري چې د افغانستان نیم نفوس به ترې استفاده وکړي.
د نړیوالو اړیکو د سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې جنوبي کوریا په نړیواله کچه تر ټولو پرمختللی انترنیت لري.
د یاد راپور له مخې اوسمهال درې عشاریه دوه میلیارده خلک انترنیت ته لاسرسی لري او اوه عشاریه یو ملیارده خلک له تلیفوني سم کارتونو څخه ګټه اخلي.