افغانستانسلايډ

پاکستاني ځواکونه له انگور اډې ووتل

پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال نن څرگنده کړه، چې پاکستانی پوځ انگور اډې نه د وتو په حال کې دی. ښاغلي زاخېلوال پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي وو، چې څو ورځې وړاندې په دې اړه پاکستاني چارواکو سره غږېدلی و او اوس پاکستاني پوځيان له يادې سيمې د وتو په حال کې دي. پاکستان هلته جوړ کړي پوځي تاسيسات د افغانستان امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي.

د پاکستان پوځ هم نن يوه اعلاميه کې وويل، چې د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اړوند انگور اډه کې جوړه کړې پوځي اډه يې نن افغانستان ته وسپارله. د دې کار موخه د دواړو هيوادونو د اړيکو لا ښه کېدل بلل شوي دي.

د پاکستان د پوځ اعلاميه کې ويل شوي: «دا گام به د افغانستان او پاکستان په گډه پوله د سولې او ثبات راوستو کې مهم رول ولري». د پاکستان د پوځ وياند عاصم باجوه نن پر خپله ټويټر پاڼه د دغو مراسمو انځورونه خپاره کړي وو.

اسلام اباد کې د افغانستان سفير ويلي وو، د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف ورسره ژمنه کړې وه، چې انگور اډه کې د پاکستان له لوري تېرو څلورو کلونو کې جوړ شوي ټول تاسيسات به د افغانستان امنيتي ځواکونو ته وسپاري او پاکستانی پوځ به په بشپړ ډول له سيمې ووځي.

زاخېلوال خپلو خبرو کې د پاکستان دا او تېرو ورځو کې د تورخم دروازې پرانستلو کارونه ستايلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button