افغانستان، پاکستان او هند درنې زلزلې ولړزول
افغانستان، پاکستان، هند او تاجکستان کې د شنبې په شپه ناوخته د درنې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
د پاکستان رسمي تلويزون له قوله، د زلزلې شدت۶۰۹ درجې و او ژورتيا يې ۱۹۷ کليومېټره ښوول شوې ده.
د ځمکپوهنې اداره وايي، چې د زلزلې مرکز د هندو کش غر و.
راپورونه وايي، چې زلزلې، افغانستان، تاجکستان، پاکستان، کشمير او هند لړزولی دي.
له افغانستانه تر اوسه د زلزلې له امله د مرگ ژوبلې خبر نه دی راغلی او نه هم چارواکي تر اوسه د خبريالانو پوښتنو ته ځواب وايي.
پاکستان کې طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې له زلزلې وروسته له ټولو سيمو کې اړيکې سمې شوي او تر اوسه د مرگ ژوبلې خبر نه دی راغلی، خو د پېښور دولتي روغتون د بېړنيو طبي مرستو اداره وايي، چې د زلزلې له امله شاوخوا دېرش ټپيان روغتون وروړل شوي دي.
زلزلې له امله بدخشان، مزار شريف، کندز، تخار، کابل، جلال اباد، پېښور، مردان، ايبټ اباد، کشمير او نوي ډلی لړزېدلي دي.
ويل کيږي، پښتونخوا او د هېواد شمال کې د زلزلې شدت ډېر و.