د افغانستان د ملي امنيت رياست سرپرست مسعود اندرابي څرگنده کړې ده، چې طالبان به روان کال خپلو جگړو ته زور ورکړي. نوموړي د ولسي جرگې استجوابيه غونډې ته خبرو کې وويل: «طالبان هڅه کوي، د پاکستان له استخباراتو سره په همغږۍ روان کال کې جگړې سختې او د جنگ لمن پراخه کړي».
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي يووالي حکومت د افغانستان گڼو ولايتونو کې امنيتي ځواکونو ته امر کړی، چې له کليوالو او لرې پرتو سيمو ووځي او ښاري او شاوخوا سيمې يې کنټرول کړی. که څه هم حکومت دې کار ته د تکتيک نوم ورکوي، خو امنيتي چارواکي په دې باور دي، چې د حکومت دا کړنه طالبانو ته مورال ورکوي او بريدونه به يې لا توند شي.
د ملي امنيت رياست سرپرست پر طالبانو تور لگولی، چې د ای اس ای په مرسته د جگړې لمن پراخول غواړي. نوموړي دا خبرې وروسته له هغه کړي، چې د پاکستان په گډون د سولې د څلور اړخيزې کمېټې هڅو ونه کړای شول، طالبان له افغان حکومت سره سولې ته کښېنوي.
د چارو شنونکي په دې اند دي، چې امريکايي چارواکي لا هم نه غواړي، افغانستان پرېږدي او په دې سره سولې ته د ناستې لپاره د طالبانو هغه شرط نه منل کېږي، چې لومړی بايد ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.