پاچاخان پوهنتون برید، وروستي جزیات
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د پاچاخان پر پوهنتون برید کې شاوخوا شل تنه وژل شوي. د پاکستاني پوځیانو په ځوابي ډزو کې څلور بریدګر هم وژل شوي.
په وژل شوو کې د پوهنتون د کیمیا د څانګې یو استاد هم شامل دی.
نن سهار پاچاخان پوهنتون کې نامعلومو وسله والو ډزې پیل کړې. د پاکستان پوځ او پولیسو يې پر ضد ځوابي عملیات پيل کړل چې د دواړو غاړو ترمنځ کابو درې ساعته جګړه روانه وه.
پاچاخان پوهنتون په چارسده کې موقعیت لري چې په ۲۰۱۲ م کال کې، کله چې په خیبر پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند واکمن و، د پوهنتون بنسټ ډبره کېښودل شوه. دمګړۍ په دغه پوهنتون کې درې زره محصلین په زده کړو بوخت دي.
د ۲۰۱۴م کال په ډسمبر کې پاکستاني طالبانو په پېښور کې د پوځ اړوند پر ښوونځي برید وکړ چې له سلو ډېر زده کوونکي يې ووژل. پاکستاني طالبانو له رسنیو سره په خبرو کې د دې برید پړه نه ده منلې.
د خلیفه عمر منصور په نامه د یوې وسله والې ډلې مشر بي بي سي ته ادعا کړې چې برید د دره ادم خېل اړوند د طالبانو غورځنګ ترسره کړی. عمر منصور زیاته کړې، چې د پېښور پر ښوونځي برید پوځ ته د پيغام ورکولو په موخه ترسره شو او دا برید د هېواد سیاسي مشرتابه ته د پيغام ورکولو په موخه شوی.