سوریه: تېرو دوو ورځو کې ۱۸۰ ملکیان وژل شوي
په سوریه کې د پنځه کلنې جګړې راهیسې ۲۸۰،۰۰۰ کسان وژل شوي.
په تېرو دوو ورځو کې د جمعې او شنبه په ورځو کې د سوریې په مختلفو سېمو کې د جګړې له امله ۱۸۰ تنه ملکیان وژل شوي.
وژل شوي ملکیان د دواړو لورو څخه دي خو ډیري یې د حکومت د وسله والو په بمبارۍ او بې هدفه بریدونو کې وژل شوي.
په وژل شوو کسانو کې ۲۲ ماشومان او ۲۳ ښځې دي، چې د پخوا په پرتله دا ځل د ښځو او ماشومانو شمېر کم دی.
یواځې ۹۰ تنه د جمعې په ورځ د حلب په ښار کې وژل شوي، حلب ښار چې اونۍ وړاندې د جبهة فتح الشام ډلې له خوا ونیول شوو او له کلابندۍ یې خلاص کړ، وروسته له هغې په حلب ښار کې یو ځل بیا د سوریې دولت او وسله والو تر منځ سختې نښتې پیل شوي چې ډيري ملکیان په کې د روسانو د بمبار قرباني کیږي.
په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څارګرې ادارې په یو خبر پاڼه کې لیکلي چې د حلب ښار د کلابندۍ له ماتیدو راهیسې په یوه اونۍ کې ۳۲۷ ملکي کسان وژل شوي چې ۷۶ تنه په کې ماشومان دي او ۴۱ ښځې.
له ۱۰۰ زیات کسان د دولت په بمبارۍ کې وژل شوي.