د سقاو له سقوط وروسته په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ لپاره له صفره کار پیل شو. د سقاو زمانه د اړو دوړ زمانه وه، حکومت نه و. تر نهو میاشتو یې ډېر دوام ونه کړ. تر هغې وروسته نادر خان کابل کې د واک چارې په لاس کې ونیوې او د نوي حکومت اساس یې کېښود.
نادر خان کوښښ کاوه چې د نوي حکومت اساس باید په نړیوالو معیارونو برابر وي. افغانان باید له نړۍ سره اړیکې ولري. نورې نړۍ ته یې خپل استازي واستول. د دوهم وار لپاره یې افغان محصلین په ټولو برخو کې د لوړو عصري زده کړو لپاره واستول، تر څو افغانستان لپاره یو ښه راتلونکی جوړ کړي.
د نادر خان له پنځه کلنې دورې وروسته د ده مشر زوی ظاهر شاه د واک چارې په لاس کې واخیستې. ظاهر د خپل پلار په پل، قدم کېښود او د هغه د کارونو د دوام لپاره یې کار وکړ. د ظاهر شاه په زمانه کې د کابل پوهنتون په بشپړ ډول جوړ او افغانستان ته د بانکدارۍ کلتور د لومړی ځل لپاره راوړل شو.
د ظاهر شاه او پلار یې نادر خان په ۴۵ کلنه دوره کې افغانستان په ډېره نرمۍ پرمختګ کاوه. د دوی په زمانه کې هر څه په منظم ډول پرمخ تلل، نه رشوت وو او نه کوم بل اداري جرم. د دې کورنۍ ستر فساد دا و، چې دوی شاهي سیستم درلود او د افغانستان له بودیجې څخه يې له حساب پرته ګټه اخیستی شوه.
د داود خان په دوره کې هر شي په ډېرې تیزۍ سره پرمختګ کاوه. د داود خان په حکومت کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې مرکزي بانک د نورې نړې ډېر اسعار راجمعه کړي وو. د کرهڼې او مالدارۍ په برخه کې افغانانو ډېر څه تر لاسه کړل. لویې لارې جوړې شوې. د اوبو بندونو لپاره یې پانګونې وکړې. لنډه دا چې د افغانستان په تاریخ کې د داود خان وروستی کال لومړی کال وو چې د افغانستان صادرات له وارداتو واوښتل او د افغانانو په تاریخ کې یو نیکمرغه کال و.
د روسي ښکیلاک، د استاد رباني او د طالبانو د اسلامي امارت په دورو کې ټول حکومتونه له جګړو سره مخ ول. د دوی په دورو کې افغانستان د نړۍ په بدنامو هېوادونو کې ونه شمېرل شو. نیمګړي حکومتونه ول خو فساد په نړیواله کچه نه وو. د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د حامد کرزي او اشرف غني په حکومتونو کې د افغانستان حکومت د نړۍ په کچه د فساد او مخدره موادو په دوهم او دریمو کتارونو کې شامل شو.
تېره اوونۍ د روڼتیا نړیوالي ادارې مشرانو په کابل کې اعلان کړه، چې یوازې سږ کال افغانانو شاوخوا څلور ملیارده ډالر رشوت ورکړی. دا په دې معنا چې همدې افغانانو په همدې کچې رشوت تر لاسه کړی دی. ځکه په حکومتي اداراتو کې یوازې افغانان کار کوي او د دوی مراجعین هم افغانان دي. له راپور سره سم څلور ملیارد ډالر رشوت ورکړل شوی دی خو دا په دې معنا هم ده چې همدومره رشوت اخیستل شوی هم دی.
د افغانستان د حکومت بوديجه په کلني ډول شاوخوا ۸ ملیارد ډالر ده. دا چې څلور ملیارد ډالر حکومتي اداراتو رشوت اخیستی نو معنا یې دا ده چې تېر کال زموږ حکومت ۱۲ ملیارده ډالر لگښت کړی دی. د دې راپور جالبه برخه بیا دا ده چې په دې راپور کې د يادو شويو ادارتو دنده د رشوت له منځه وړل دي، نه د رشوت اخیستل. د راپور له مخې مقننه قوه، اجرایه قوه، قضایه قوه، د انتخاباتو کمیسیون، د تفتیش عالي اداره، د څارنې عالي اداره او د قانون د تنفیذ ادارو شاوخوا ۴ ملیارده ډالر رشوت اخیستی دی. دا ادارې د دې لپاره جوړې شوې دي، چې د رشوت مخه بنده کړي، نه دا چې دوی د نورو حکومتي ادارو په نسبت ډېر رشوت تر لاسه کړي.
پوښتنه دا ده چې افغانستان کې ولې په دې پیمانه رشوت اخیستل او ورکول کېږي. حال دا چې موږ په خپل تاریخ کې له داسې بدنامې مرحلې څخه نه یو تېر شوي. د نړۍ هر حکومت خپل عاید ته په کتو خپل لگښت برابروي. افغانستان ته له ۲۰۰۲م تر دې دمه په گڼو نومونو پیسې را واردې شوې. زرگونو غير دولتي اداراتو کار کاوه. دوی د ماليې وازرت مطابق خپلو مامورینو ته معاشونه نه ورکول. دوی د امریکا او اروپا په سويه معاشونه ورکول. د بې حسابه پیسو له راتگ سره د حکومت مامورین مجبور شول، چې خپل ژوند د موسسو له مامورینو سره په یو انډول برابر کړي او که برابر يې نه شي کړای، نو لږ تر لږه په ښاري چاپېریال کې ژوند وکړی شي. دوی مجبور شول چې له خپلو مراجعینو د بډو غوښتنه وکړي، ځکه دوی نه شوای کولی چې په خپل لږ معاش خپل ورځنی ژوند ته دوام ورکړي.
په نړۍ کې چې موږ هر کال د مفسد، په بډو کې اول او د کوکنارو تر ټولو ډېر تولیدونکی هېواد شمېرل کېږو، دا هر څه دلته د پردیو له لوري پلان شوي دي. تر څو چې دوی دلته وی موږ د نړۍ په بدنامو قومونو کې شمېرل کېږو.