افغانستانخبرونهسلايډ

طالبانو د روسي ډیپلومات څرگندونې رد کړې

تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین ځانگړي استازي، ضمیر کابلوف له انټرفاکس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي و چې د داعش پر ضد له طالبانو سره په اړیکه کې دي. کابلوف ویلي و چې له طالبانو سره یې گټې گډې دي. دغه روسي ډیپلومات څرگنده کړې وه چې طالبانو سره يې په دې اړه معلومات هم شریک کړي.

طالبانو نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د روسي ډيپلومات څرگندونې رد کړې. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې لیکلي چې له خپل هېواد څخه د «امریکايي اشغال د پای ته رسېدو لپاره» يې له «گڼو هېوادونو سره تماسونه نیولي او نیسي يې». طالبان وايي دغه تماسونه یې «مشروع حق دی».

طالبان په افغانستان کې د داعش پر ضد د جگړې لپاره له بل هېواده د مرستې غوښتلو «اړتیا نه ویني». ذبیح الله مجاهد ردوي چې گواکې له روسیې سره دې يې په دې اړه اړیکې نیولې وي. طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش له نامه څخه «ځینې کسان ناوړه استفاده کوي او کورني او بهرني استخبارات یې د خپلو شومو اهدافو او اشغال اوږدولو لپاره تایید او مرسته کوي».

طالبان زیاتوي، چې د داعش «په نامه پروژه» یې «له منځه وړې» خو مني چې «یوازې د یوه ولایت په یوه څنډه کې پاته دي». طالبان په یوه ولایت کې د داعش شتون د اندېښنې وړ نه گڼي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button