د ننگرهار قومي مشرانو او ديني عالمانو کابل کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو له بريدونو شکايت کړی او ويلي يې دي، چې د دغو بريدونو موخه د داعش جنگيالو له منځه وړل نه، بلکې د هغو مشرانو او طالب قوماندانانو وژل دي، چې د داعش پر ضد کار او جگړه کوي.
په تېرو څو مياشتو کې ختيځ ولايت ننگرهار کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو دغه بريدونه خورا ډېر شوي دي، چې له امله يې گڼ شمېر طالب مشران او جنگيالي وژل شوي دي. سره له دې چې امريکايي ځواکونه دې بريدونو کې د داعش جنگيالو د مرگ ژوبلې ادعا کوي، خو د ننگرهار د شينوارو سپينږيري او ديني عالمان وايي، دغه بريدونه د داعش په گټه ترسره کېږي.
د دې ولايت لسگونو مشرانو کابل کې پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وليدل او په دې اړه يې خپلې اندېښنې شريکې کړې. هغوی وويل، چې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو پر مهال ډېری وخت عام وگړي هم په نښه کېږي، چې له امله يې دوی سخت اندېښمن دي.
دوی زیاته کړه: «بمباريو کې پير قمر الدين هم ووژل شو، چا چې ننگرهار کې د داعش پر ضد غږ پورته کړی او له دې ډلې سره په مبارزه بوخت و». پخواني ولسمشر د دې خلکو خبرې تاييد کړې او په دغو بريدونو يې اندېښنه وښوده. نوموړي وويل: «دغه بريدونه غندم، ما پخوا هم د دغه ډول عملیاتو مخه نيولې او بيا به هم دې برخه کې خپلې هلې ځلې وکړم».
افغانستان کې د داعش ډلې له رامنځته کولو وروسته گڼ داسې شواهد تر سترگو شول، چې له مخې يې له دې ډلې د امريکا د ملاتړ څرگندونه کېده.
څو ورځې مخکې سياسي شنونکو له دې رازه هم پرده پورته کړه، چې تېر کال د طالبانو له لوري د کندز نيول له دې امله و، چې امريکا غوښتل دغه ولايت د داعش ډلې لاس ته وغورځوي او له دې لارې منځنۍ اسيا ته جنگيالي ولېږدوي، خو طالبانو له وخته گټه پورته او دغه ولايت يې ونيو.
داعش ډله اوسمهال د ننگرهار په ځينو ولسواليو کې شتون لري، چې له امله يې د سيمې ډېری اوسېدونکي له خپلو کليو کډه شوي او هر څه يې پر ځای پريښي دي. سره له دې چې ننگرهار کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ درنې نښتې وشوې او په ترڅ کې يې دغه ډله تر ډېره وځپل شوه، خو لا هم فعاليت لري او د شينوارو اوسېدونکي او مشران يې امريکا په ملاتړ تورنوي.