افغانستانسلايډ

برکي‌برک: ملي اردو يوه ښوونځي کې قرارگاه جوړه کړې

د لوگر ولايت د برکي‌برک ولسوالۍ يوه ښوونځي کې د ملي اردو عسکرو خپله قرارگاه جوړه کړې ده او ښوونځي يې د زده‌کوونکو پر مخ تړلی دی.

د لوگر د پوهنې رياست د دې خبرې پخلی کړی دی. د دې رياست وياند شاهپور عرب رسنيو ته ويلي، د ملي اردو عسکر له تېر ژمي راهيسې په دې ښوونځي کې پراته دي او د قرارگاه په توگه يې کاروي.

د برکي‌برک د چلتن سيمې يوه مخور خالقداد پژواک سره خبرو کې ويلي، د ملي اردو عسکرو په يوه متوسطه ښوونځي کې قرارگاه جوړې کړې ده، چې له امله يې سلگونه کوچنيان له زده‌کړو بې برخې شوي دي.

نوموړي زياته کړې ده: «دولتي ځواکونه د دې پر ځی چې د خلکو امنيت ټينگ کړي او د زده‌کړو ترلاسه کولو لپاره زمينه برابره کړي، په قصدي توگه يې ښوونځي کې قرارگاه جوړه کړې ده او ښوونځی يې د کوچنيانو پر مخ تړلی دی».

د لوگر د پوهنې رياست وياند وايي، دغه ښوونځي درې سوه زده کوونکي لري، چې اوسمهال بې سرنوشته پاتې دي. هغه وايي په دې اړه يې ولايت مقام ته خپل اعتراض استولی دی.

د تړل شوي ښوونځي کوچنيانو دا پر خپل حق تېری بللی دی. هغوی وايي: «د نوي تعليمي کال له پيله نه يو توانېدلي مکتب ته ولاړ شو، عسکر اجازه نه راکوي، چې دا زمو په حق کې ستر خيانت دی».

د لوگر د والي وياند ويلي، امنيتي ځواکونو ته يې د ښوونځي د پرېښودو امر کړی دی، چې ژر به عملي شي.

وړمه ورځ د بشر حقوقو د څار سازمان يوه راپور وښوده، چې د افغانستان امنيتي ځواکونه د جگړو پر مهال له ښوونځيو د سنگرونو په توگه گټه اخلي. دغو راپور ويلي و، چې د دولت وسله وال مخالفین هم دغه کار کوي، خو امنيتي ځواکونه په کې د مخالفينو درې برابره ډېر ککړ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button