افغانستانخبرونهسلايډ

حکومت او حزب اسلامي هوکړې ته نژدې شوي/ حکمتیار د ښارگوټي غوښتنه هم کړې ده

د راپورونو له مخې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترې پایلې ته نژدې شوې دي. «ماندگار» ورځپاڼه ادعا کوي، چې باوري سرچینې ورته ویلي چې د حزب اسلامي دریځ کې بدلون راغلی او د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو منلو ته یې غاړه ايښې ده.

سرچینه زیاتوي: باوري معلومات ښيي چې د ښاغلي حکمتیار راغلی پلاوی او سولې عالي شورا مهمو هوکړو ته رسېدلي او یوازې په درېوو ټکو کې لا هم اختلاف شته. د هوکړې بربنسټ، ښاغلی حکمتیار به د هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته، له هغو امتیازاتو برخمنېږي چې نور جهادي رهبران ورته لاسرسی لري. گلبدین حکمتیار به هم د نورو جهادي رهبرانو په څېر له قضايي خوندیتوب څخه برخمن شي او امنیت به یې د حکومتي ځواکونو له خوا نیول کېږي. د هوکړې له مخې به د ښاغلي حکمتیار کسان په حکومت کې د اړتیا او قانون له مخې ځای پر ځای کېږي.

د هوکړې بله برخه دا ده چې د حزب اسلامي اړوند هغه زندانیان به خوشې کېږي، چې جنايي دوسیې نه لري او له حقوق‌العبد یې څخه یې سرغړونه نه وي کړې.

د سرچینې په وینا، ښاغلی حکمتیار به هم د هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته د نورو جهادي رهبرانو په څېر حق ولري چې په مهمو ملي مسئلو کې ولسمشر ته سلا مشورې ورکړي او همداراز به د هېواد له قوانینو سره سم به د نورو سیاسي گوندونو په څېر د سیاسي فعالیت حق ولري. د دغې سرچینې د معلوماتو له مخې، حزب اسلامي ویلي: هغه وخت به خپل ټول پوځي او جگړه‌ییز تشکیلات له منځه یوسي چې هوکړه‌لیک د ولسمشر او د سولې عالي شورا او نړیوالې ټولنې له خوا لاسلیک شي.

د دواړو لوریو ترمنځ د اختلاف ټکي لا هم شته. د بېلگې په ډول، د حزب اسلامي پلاوي د ښاغلي حکمتیار او شمشتو کمپ کډوالو لپاره د ښارگوټو غوښتنه هم کړې ده. دغه ښارگوټي باید په کابل کې وي، تر څو ښاغلی حکمتیار وکولی شي په کې خوندي ژوند وکړي.

د اختلاف بل ټکی دا دی، چې سیاسي هوکړه‌لیک باید د څلور اړخیزو ناستو د ټولو اړخونو له خوا لاسلیک شي. که څه هم څلور اړخیزې ناستې له طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو لپاره پیل شوې وې چې بې پایلې پای ته ورسېدې. د څلور اړخیزو ناستو غړي، پر افغانستان او پاکستان سربېره چین او امریکا هم وو.

سرچینه همداراز وايي، چې د هوکړه‌لیک ‌لاسلیک سره سم، د حزب اسلامي د زندانیانو خلاصون بل د اختلاف ټکی دی او همدارنگه حزب اسلامي له افغان حکومت څخه غوښتی چې ټول نړیوال بندیزونه چې پر حزب لگېدلي، باید لرې شي.

دغه د اختلاف ټکي به ولسمشر غني ته وړاندې کېږي او وروستۍ پرېکړه به هغه کوي.

په دې اړه تر دې دمه حزب اسلامي څه نه دي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button