افغانستان

نۍ: حکومت د بيان ازادۍ ننګه نه کوي

په افغانستان کې په تېرو درې مياشتو کې پر خبريالانو اوو حملو د افغانستان له رسنيو د ملاتړ اداره (نۍ) اندېښمنه کړې ده.
د نۍ رييس نجيب خلوتګر نن کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل: «داسې ښکاري چې حکومت د بيان ازادۍ ننګه نه کوي، له حکومت او امنيتي ادارو زموږ غوښتنه دا ده چې د ټولو هيوادوالو او په ځانګړي ډول د رسنيو د فعالانو په امنيت ساتلو کې خپله قانوني دنده ترسره کړي».

هغه زياته کړه، ګمان کېږي، چې د نظام دننه ځينې کړۍ هغه بريدونه پلانوي او عملي کوي، چې خبريالان او نور فعالان په کې په نښه کېږي، حکومت بايد دغه کسان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د خلوتګر په وينا د بريدونو ښکار خلکو ورته ويلي، چې د «ستون پنجم» په نامه د نظام دننه ځينې کسان دغه بريدونه ترسره کوي.

ښاغلی خلوتګر وايي، په تېره يوه مياشت کې يوازې کابل کې پر خبريالانو، سياسي کارپوهانو او مدني فعالانو اوه مرګوني بريدونه شوي، چې د اندېښنې وړ دي.

کابل کې تېره مياشت د ټاکنو د اصلاحاتو کميسيون پر مرستيال صديق الله توحيدي، دوه خبريالانو سالم وحدت او امان الله عطايي، او څلورو سياسي کارپوهانو جاويد کوهستاني، طوفان وزيري، احمد سعيدي او د ولسي جرګې پر غړې هيلۍ ارشاد بريدونه وشول. د دې بريدونو له امله امان الله عطايي ووژل شو.

اطلاعاتو او کلتور وزارت هم پر ژورنالستانو، مدني فعالانو او کارپوهانو باندې د وروستيو بريدونو له امله اندېښنه ښودلې ده. د دې وزارت وياند هارون حکيمي رسنيو سره په خبرو کې وويل، د وزارت په چوکاټ کې يې د ژورنالستانو د خونديتوب لپاره کمېټه جوړه کړې او ټولې ورته پېښې په کې څېړل کېږي.

د نۍ مشر اروپا ته د ولسمشر غني د سفر پر مهال د جمهوري رياست د تشريفاتو مرستيال ته په اشاره وويل، چې له خبریالانو سره يې چلند سم نه و، د هغه په وينا دغه ډول حالات د دې معنا ورکوي، چې دولت د بيان ازادۍ ساتلو ته ژمن نه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button