خبرونهسلايډ

د افغان حکومت او اروپايي اتحاديې چارواکو د کډوالو په تړاو غونډه کړې

نن په بروکسل کې د افغان حکومت او اروپایي اتحاديې چارواکو د افغان کډوالو په تړاو چې په تېرو دوو کلونو کې اروپا ته په غیرې قانوني ډول تللي د راتلونکي لپاره غونډه کړې.

غونډه کې دواړه لوري دې هوکړې ته رسېدلي چې د دې کړکېچ د حل لپاره باید یو ګډ کمیسیون جوړ کړي چې د کړکېچ مخه ونیسي او راتلونکي کې افغان ځوانانو ته د هېواد دننه کاري بوختیاوې پیدا کړي.

افغان حکومت له اروپايي اتحادیې سره منلې چې د جعلي اسنادو لرونکي او یا هغه کډوال چې د اروپايي اتحاديې د کډوالو د ادارې شرایطو ته برابر نه دي افغانستان ته ستانه کړي.

د بروکسل له کنفرانس څخه دمخه ګارډين ورځپاڼې د اروپايي اتحاديې ځینې پټ رازونه افشا کړل چې ګواکي اروپایي اتحادیې افغان حکومت ته اخطار ورکړی چې د دوی مالي مرستې به د ۸۰۰۰۰ افغان کډوالو په بېرته ستنولو مشروطې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button