افغانستانخبرونه

ستانکزی: افغان امنیتي ځواکونه په یوازې سر د جګړې توان نه لري

د افغانستان د ملي يووالي حکومت د دفاع چارسنبالی وزیر معصوم ستانکزي په برلین کې د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې یو ځل بیا له ناټو څخه د اوږدمهاله مرستو غوښتنه وکړه.

ستانکزی وايي، وروستیو ترهګریزو پېښو ښکاره کړه چې په نړیواله کچه د ترهګرو یو بل نسل راپورته کېږي او دا مسئله ښيي چې نړۍ باید د ترهګرۍ پر ضد متحده وي.

د دفاع وزارت چارسنبالي په صراحت سره وویل، چې امنیتي ځواکونه یې نه شي کولی په یوازې سر د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي. ستانکزي له ناټو څخه د دوامدارو مرستو غوښتنه وکړه.

ستانکزي ویلي چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ د امنیت لامل شي.

معصوم ستانکزي وویل: «زه فکر کوم افغان امنیتي ځواکونه ستاسو د لارښوونو او ښوونو له لارې وتوانېدل چې اوس د جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، دا مسئله یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره مهمه ده. زه فکر کوم چې دغه بهیر د دوامدارې همکارۍ اړتیا په ډاګه کوي».

په تېر سپټمبر کې د کندوز له سقوط راهیسې دا لومړی ځل دی چې افغان امنیتي چارواکی د ناټو په امنیتي ناسته کې ګډون کوي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button