همایون رسا: د طبیعي ګاز نرخونه به په څو ورځو کې ښکته شي
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې د طبیعي ګاز نرخونه به په څو ورځو کې بېرته ښکته شي.
په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل کې د في کیلو طبیعي ګاز نرخ له ۴۰/۴۵ څخه ۷۰ افغانیو ته لوړ شوی و.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا نن ولسي جرګې ته وویل چې د ګاز د نرخونو لوړیدلو لامل د بهرنیو اسعار پر وړاندې د افغانیو ارزښت ټيټېدل دي او همدا راز په ترکمنستان کې د ګاز فابریکو پاکوالی روان دی.
هغه زیاته کړله چې د ترکمنستان ګاز په مقایسوي ډول د افغانستان لپاره ارزانه دی، خو د هغې لېږد د شرکتونو د پاکولو له کبله له څو ورځو راهیسې د ځنډ و خنډ سره مخ دی، چې په درې یا څلورو ورځو کې به دغه ستونزه پای ته ورسي.
د رسا په وینا تر هغه وروسته چې ترکمنستان ګاز افغانستان ته را ورسېد، د ګاز نرخونه په افغانستان کې ښکته شول.
نوموړي زیاته کړله چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ګاز په لېږد کې یو څه ستونزې شته، ځکه ګاز په خپل وخت افغانستان ته نه رسېږي.
هغه هیله څرګنده کړه؛ چې د ټاپې ګاز پایپ لاین پروژې له پای ته رسېدو سره به په افغانستان کې د ګاز نرخونه نور هم ښکته شي.