افغانستان

د هلمند او نورستان د واليانو دندې ځنډول شوې دي

د هلمند او نورستان د واليانو دندې په داسې حال کې ځنډول شوې دي، چې دغه واليان له دې کاره بې خبري ښيي.

يوې باوري سرچينې پژواک سره خبرو کې ويلي دي، ولسمشر غني د هلمند د والي ميرزا خان رحيمي او د نورستان د والي حافظ عبد القيوم دندې د کاري کمزورۍ له امله ځنډولې دي.

خو دواړو واليانو رسنيو ته ويلي، چې په دې اړه خبر نه دي او نه ورته چا څه ويلي دي.

هلمند کې د امنيت د تامين اپراتيفي مسوول عبد الجبار قهرمان د والي د دندې د ځنډېدو پخلی کړی دی.

هلمند او نورستان د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دي، چې وسله وال طالبان په کې په گڼو سيمو ولکه لري او امنيتي ځواکونو سره په سختو جگړو بوخت دي.

د دې دوه واليانو د دندې ځنډېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې په نږدې تېر وخت کې د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي، د کانونو او پټروليم وزير داوود شاه صبا، د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل او د ټاکنو د خپلواک کميسيون رييس محمد يوسف نورستاني هم استعفاوې ورکړې دي. بل لور ته داسې اوازې هم دي، چې د سرې مياشت رييسې فاطمه گيلاني هم خپله دنده خوشې کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button