ارگ کې نن غرمه د دولت او حزب اسلامي له لوري د سولې پر هوکړه د لاسليک په مناسبت غونډه جوړه شوې وه، چې لوړپوړو دولتي چارواکو او بهرنيو ډپلوماټانو په کې گډون درلود.
د غونډې پيل کې د حزب اسلامي د مشر گلبدين حکمتيار هغه وېډيو وليدل شوه، چې له مخکې ثبت شوې ده او نوموړی په کې د دغه هوکړه ليک د لاسليک په حال کې ښکاري. په خپله حکمتيار کابل ته له دې امله نه دی تللی، چې نوم يې لا هم د ملگرو ملتونو په تور لسټ کې دی.
حکمتيار خپلو خبرو کې وويل، چې له لاسليک وروسته يې هيله دا ده، چې د افغانانو وينه تويول نور بند شي، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او کورنيو چارو کې د بهرنيانو لاسوهنه بنده شي.
حکمتيار افغانستان کې تېره پنځلس کلنه جگړه د بهرنيانو په گټه وبلله او زیاته يې کړه، چې افغانانو ته يې هيڅ گټه نه ده رسولې. هغه پر نورو ډلو هم غږ وکړ، چې د ده په څېر حکومت سره خبرو ته کښېني.
حکمتيار وويل، جگړه يې له دې امله بس کړه، چې افغانستان کې د «بهرني اشغال» د اوږدېدو سبب کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د امريکا جگړه د تېرو کلونو په پرتله ډېره سخته او پراخه ده او نږدې هره ورځ لسگونه امنيتي ځواکونه، وسله وال مخالفين او ملکي وگړي په کې وژل کېږي.
د حزب اسلامي مشر وويل، د سولې خبرې يې د اوباما له هغې ژمنې وروسته پيل کړې، چې ويلي يې وو، چې له ۲۰۱۶ز وروسته به افغانستان کې هيڅ امريکایي پوځي پاتې نه شي، چې په وينا يې له نوي سلنه ډېر بهرنيان خپلو هېوادونو ته هم ستانه شول. خو نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړي، چې امريکا يو وار بيا افغانستان ته د خپلو تازه دمو ځواکونو راوستل پيل کړي او سږکال يې هم د نږدې يو نيم زر پوځيانو د رالېږلو پرېکړه کړې ده.
غونډه کې ولسمشر غني د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې زما او د حکمتيار گډه دنده دا ده، چې جگړه بس شي او افغانستان له دې جگړې وويستل شي. نوموړي زياته کړه، چې حزب اسلامي سره د سولې خبرو کې د اساسي قانون هيڅ مخالفت نه دی شوی.
ولسمشر غني هم پر نورو وسله والو ډلو غږ وکړ، چې حکومت سره سولې ته کښېني. خو افغانستان کې د حکومت او بهرنيانو پر ضد جنگېدونکې سترې ډلې «طالبانو» بيا بيا ويلي، چې د وروستي بهرني پوځي تر شتونه به جگړې ته دوام ورکړي.