سرتاج عزیز: د سولې راوستو اصلې مسئوليت د افغانانودي، موږ ورته فضا برابروو
په اسلام ابادکې د څلورو هېوادونو په غونډه کې د پاکستان د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز ویلې چې د سولې کولو نه کولو اصلي مسئوليت د افغان حکومت اوطالبانو په غاړه دی، درې ګونې هيوادونه يوازي د اساني پیداکولو اوفضابرابرولو رول اداکوي، سرتاج عزیز وویل پاکستان په افغانستان کې د تلپاتې امنيت اوسولې غوښتونکې دی او د دې لپاره د دريمګړې رول اداکوي اود سولې اصلي مسوليت د دو افغان لوريو طالبانو اودولت پرغاړه ده.
د څلورو هېوادونو په دغه غونډه کې د څلورو هېوادونو د استازو په توګه د افغانستان د دولت له لوري د بهرنيوچارو مرستيال وزير حکمت کرزی، د چين د ولسي جمهوريت په استازيتوب د چين لخوا د افغانستان لپاره ځانګړې استازي ډينګ زي جون، د امريکا د متحده ايالاتو په استازيتوب دافغانستان اوپاکستان لپاره ځانګړې استازې رچرډ اولسن اود پاکستان لخوا د خارجه چارو خاص سکرتر اعزازچوهدري او سرتاج عزيز ګډون کړی و.
له غونډې وروسته دڅلورو هيوادونو په ګډه اعلاميه کې داسيازړه کانفرنس او د څنګ ليکې دغونډې په تړونونو ټینګار وشو، په غونډه کې پریکړه وشوه چې د جنوري د مياشتې په اتلسمه نېټه به دې ته ورته غونډه په کابل کې کيږي چې دسولې دخبرو لپاره به نقشه وړاندي کوي