افغانستانسلايډ

« د سولې پنځمه څلور اړخيزه غونډه کې گډون د پاکستان چلن پورې تړلی دی»

د افغانستان د سولې عالي شورا څرگنده کړې ده، چې افغانستان او نړيوالې ټولنې پر پاکستان خپل باور له لاسه ورکړی او تر څو چې دا هيواد ترهگرۍ سره مبارزه کې خپله رښتينولي ثابته نه کړي، افغانستان به د سولې په اړه پنځمه څلور اړخيزه غونډه کې گډون ونه کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وړمه ورځ ويلي وو، چې روانه ميلادي مياشت کې به د افغان سولې په اړه پنځمه څلور اړخيزه غونډه جوړه شي. افغانستان، پاکستان، امريکا او چين د سولې د څلور اړخيزې کمېټې گډونوال هيوادونه دي.

د سولې د عالي شورا مرستيال عبد الخبير اوچقون ويلي: «پاکستان له دې وړاندې هم د سولې خبرو ته د طالبانو د راوستلو ژمنې کړې وې، خو د افغانستان دولت له دې هيواده د سولې رامنځته کولو کې تر دې دمه هيڅ کوم مثبت خوځښت او عملي کار نه دی ليدلی».

د اوچقون په وينا که پاکستان د افغانستان وسله وال مخالفين د خبرو مېز ته حاضر کړي، د سولې شورا حاضره ده، هر ځای کې دغه خبرې ترسره کړي.

افغانستان وروسته له هغه د پاکستان پر ضد پر دغه دريځ ټينگ شو، چې طالبانو څه موده وړاندې کابل کې د ملي امنيت پر لسم رياست يو مرگونی بريد ترسره کړ. ولسمشر غني هغه مهال وويل، چې له دې وروسته به د مخالفينو په اړه پرېکړې د جگړې پر ډگر کېږي.

د سولې په اړه تر سره شويو تېرو څلورو غونډو کې پاکستان بيا بيا ژمنه وکړه، چې وسله وال طالبان به دولت سره خبرو ته حاضر کړي، خو وروسته پاکستاني رسنيو وليکل، چې پاکستان دغه کار کې پاتې راغلی. ولسمشر غني له دې وروسته يو وار بيا ټينگار وکړ، چې پاکستان دې خپله خاوره کې طالب جنگيالي تر فشار لاندې راولي او خبرو ته دې يې حاضر کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button