روغتياسلايډ

ډاکټرانو د ماشومانو د سترګو د کمزورۍ اصلي لامل په ګوته کړ

تر وروستيو پورې څېړونکي او ډاکټران په دې اند وو چې د ماشومانو د سترګو د نظر د کموالي اصلي لامل تلويزيون او کمپيوټر ته ناسته ده. څه موده مخکې يوې څېړنې د ماشومانو نظر ته د تلويزيون پر اثراتو راپور خپور کړی و، خو اوس نوې څېړنې وايي چې تلويزيون او کمپيوټر د ماشومانو د سترګو د کمزورۍ اصلي لامل نه دي.

اوس پروفيسر ريډ سکوټ، چې د سترګو د طب متخصص استاد دی، وايي چې تلويزيون او کمپيوټر د ماشومانو د سترګو د کمزورۍ اصلي لامل نه دی، بلکې هغه نور عوامل په ګوته کوي.

ډاکټر سکوټ د آستراليا د سترګو طب له تخصصي څانګه څخه وايي چې د ده څېړنې ښکاره کوي چې د ماشومانو د دغې ستونزې اصلي لامل په آزاده هوا کې نه پاتې کېدل دي.

پروفیسر سکوټ په آستراليا کې په يوه علمي کنفرانس کې د وينا پر مهال زياته کړه چې تلويزيون او کمپيوټر هم د ماشومانو پر دید تاثیر لري، مګر په آزاده هوا کې د نه پاتې کېدو په اندازه نه. پخوا څېړنو ښودلې وه چې ماشومان بايد ډېر وخت کمپيوټر يا تلويزيون ته کېنني، ځکه دا يې د سترګو ديد کموي.

پروفيسر زياته کړه چې هغه ماشومان چې د سترګو د ديد په کمي اخته دي، بېرته يې د سترګو د ديد ښه توب ممکن دی. هغه وويل چې که دوی په کافي اندازه آزاده هوا او رڼا کې وساتل شي، ښايي د سترګو ديد يې بېرته ښه شي.

Related Articles

Back to top button