د معدې سرطان چې د گېډې په سرطان سره هم شهرت لري د معدې په پاسنۍ او برخه کې رامنځته کېږي. په افغانستان کې له دې ناروغۍ ډېر ناروغان کړېږي. که چېرې د دې ناروغۍ مخه په لومړيو کې ونیول شي نو د درملنې وړه ده او که پرمختگ وکړی نو بیا انسان له منځه وړي.
هغه خلک چې د دې ناروغۍ په خپل وجود کې دوادمداره احساسوي نو له یوه متخصص سره دې ژر تر ژره اړیکه ونیسي تر له منځه ولاړی شي.
د معدې د ناروغۍ نښې:
- ستړیا، له کومې فزیکي کړنې پرته به د ستړیا احساس کوئ؛
- له لږو خوړو وروسته مو اشتها له منځه ځي او د مړخت احساس کوئ؛
- اوږدمهال سوزش، معده مو د اوږده وخت لپاره سوی کوي؛
- معده مو هاضمه نه شي کولی؛
- د معدې درد؛
- د وزن له لاسه ورکول د کوم دلیل پرته؛
- د وینې اړول یا د وینې استفراغ؛
- د وینې لږوالی؛
- له خوړو سره د باد احساس.