د امريکا دفاع وزارت يا پنټاگون امريکا کې د افغان پوځيانو د تېښتې په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه وزارت وايي، چې امريکا ته د روزنې په موخه راغليو پوځيانو کې د افغانستان پوځيان د نورو هېوادونو د پوځيانو په پرتله ډېر له روزنيزو کمپونو تښتي او امريکا کې د پاتې کېدو په موخه پټېږي.
د پنټاگون وياند ايډم سټمپ په خپلو تازه څرگندونو کې ويلي، چې په کومه اندازه چې افغان امنيتي ځواکونه له روزنيزو کمپونو تښتي، «غير عادي او د اندېښنې وړ ده».
ښاغلی سټمپ وايي، چې يوازې تېره مياشت کې اته تنه افغان پوځي افسران له پوځي کمپونو تښتېدلي دي او تر دې دمه يې درک نه دی معلوم شوی. د هغه په وينا د ۲۰۱۵ز له پيل راهيسې د دغو تښتېدلو پوځيانو شمېر څلور څلوېښت تنه کېږي.
پنټاگون څرگنده کړې ده، چې دوی اوس په داسې څه غور کوي، چې له مخې يې امریکا ته د راغليو افغان پوځيانو د تېښتې مخه ونيول شي.