ناټو تړون اعلان وکړ چې خپل ۱۲۰۰۰ سرتېري به د راتلونکي ۲۰۱۶م کال تر پایه ساتي. د ناټو سرمنشي ینس استولنبرګ نن د ناټو د غړو هیوادونو له تایید وروسته دا خبره اعلان کړه. د ناټو په نننۍ غونډه کې د بهرنیو چار وزیر صلاح الدین رباني د افغانستان استازيتوب کاوه.
اوسمهال د ناټو ځواکونه د افغان ملي اردو ځواکونو ته په ننګرهار، هرات، کندهار او بلخ ولایتونو کې نظامي روزنې ورکوي. په نننۍ غونډه کې یوازې په روزنیزو او مالي مرستو بحث وشو دا چې د ناټو سرتېري به د مخالفینو پر ضد جګړه کې برخه اخلي که نه پر دې څه نه دې ویل شوی. همدارنګه د ناټو غړو هیوادونو پر دې هوکړه وکړه چې تر ۲۰۲۰ پورې به له افغانستان سره په نظامې برخه کې مرستې لپاره لارې چارې ولټوي.
د ناټو عمومي منشی همدا راز زیاته کړه: «د راتلونکي کال د مۍ میاشتي په ناسته کې به په دې اړه ژمنې او پرمختګونه لاسته راشي». د ناټو او افغانستان تر منځ جګړه ییزه مرسته په ۲۰۱۴ کې پای ته ورسیده. خو د ملي اردو د کمزوریو له امله ناټو خپلې مرستې د «غوڅ ماموریت» په چوکاټ اوږدې کړې.
د امریکا حکومت همدارنګه د خپلو سرتېرو لپاره ۲۰۱۶ وروستی کال ټاکلی و. کله چې د طالبان نظامي پرمختګونه پراخ شول او کندوز ولایت یې لاندې کړ. اوباما اعلان کړه چې ۵۵۰۰ امریکایې سرتېري به له ۲۰۱۶ وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.