خبرونهسيمه او نړۍ
پوټین پر ترکیې د اقتصادي بندیزونو غوښتنه وکړه
څلور ورځې وروسته له هغې چې ترکیې د روسیې جنګي الوتکه وویشته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه فرمان له لارې پر ترکیې د اقتصادي بندیزونو غوښتنه کړې.
یو له دغو بندیزونو روسیې ته پر لېږدېدونکو اقتصادي توکو بندیز دی. په هغه فرمان کې چې د کریملین په وېبپاڼه کې خپور شوی، تر دې دمه د توکو ډول نه دی په ګوته شوی.
همداراز پر هغو ترکي شرکتونو محدودیتونه وضع شوي، چې په روسیه کې کار کوي. د روسي ولسمشر د فرمان له مخې د دوو هېوادونو ترمنځ د ویزې اړوند مقررات به لا سخت شي.
دغه فرمان د روسيې او ترکیې د ترینګلو اړیکو وروستی اقدام دی چې له څلورو ورځو راهیسې دوام لري.