د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني نن د شنبې ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړه. د ولسمشر د ویاند مرستیال، سید ظفر هاشمي رسنیو ته ویلي چې احمد یوسف نورستاني خپل استعفالیک ولسمشر ته وړاندې کړ او ولسمشر يې هم استعفا تایید کړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر د هېواد «سیاسي او ټولنیز حالت» ته په کتو سره د نورستاني استعفا ومنله.
احمد یوسف نورستاني د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري په دې دندې گومارل شوی و چې د ۲۰۱۴م کال په ټاکنو کې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم له لورې په فساد تورن شو. د اجراییه رييس ټیم تل پر دې ټینګار کاوه چې یوسف نورستانی باید له خپلې دندې ګوښې شي.
په دې وروستیو کې د احمد یوسف نورستاني او د بلخ د سنبال چاري والي عطامحمد نور ترمنځ رسنیزه لفظي شخړه هم رامنځته شوې وه.