افغانستانسلايډ

«د افغانستان حکومت ناکام دی»

د بشر حقوقو د څار نړيوالې ادارې په خپل کلني راپور کې د ملي يووالي حکومت «ناکام» بللی. د دې ادارې راپور ويلي، د ملي يووالی حکومت په ۲۰۱۵ز کې د بشر حقونو اړوند مسايلو کې سمون راوستو کې پاتې راغلی.

په راپور کې راغلی: «د ملي يووالي حکومت هغه فرصتونه له لاسه ورکړي، چې له مخې يې دې هيواد کې د بشري حقونو حالت سم شي».

راپور زياته کړې ده: «څنگه چې دې هيواد کې د بشر حقونو اړوند مسايلو کې سمون نه دی راغلی، همدا راز د مېرمنو او رسنيو د حقونو په پراختيا، فساد کمولو، د ملېشو په کنټرول او عدلي او قضايي اصلاحاتو کې د پام وړ پرمختگ نه دی شوی.

راپور وړاندې ليکلی دي: «د حکومت له لوري د سيمه‌ييزو پوليسو او ملېشو د فعاليتونو په ډېرولو افغانستان کې د بشر حقوقو حالت لا پسې خراب شوی، دغه ډلې په غير قانوني وژنو، جنسي تېريو او غلا او چور تورنې دي».

بشر حقوق ادارې ليکلی، د ملي يووالي حکومت له لوري د هغو تېريو مسووليت نه اخيستو د بشر حقونو د حالت سمولو هڅې شنډې کړې دي، چې د امنيتي ځواکونو له لوري ترسره شوي دي. «خلکو سره د امنيتي ځواکونو بد چلند او د حکومت پر ضد د طالبانو کړنو خلک پر دولت بې باوره کړي دي». د روانې مياشت په پيل کې د ډيموکراسي انټرنېشنل يا (DI) ادارې په يوه سروې کې ويل شوي و، چې د افغانستان پر ملي شورا اته دېرش سلنه، د ملي يووالي پر حکومت نهه دېرش سلنه، پر ولسمشر درې څلوېښت او پر اجراييه رييس څلور څلوېښت سلنه ځوانان بې باوره دي.

افغانستان کې د بشر حقوقو د څار ادراې څرگنده کړې ده، چې د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې زور زياتی ډېر شوی، د کورنيو جگړو له امله سلگونه زره کسان بې‌ځايه شوي دي، سيمه‌ييز پوليس په گڼو تورونو تورن او ليکو کې يې کوچنيان شتون لري، د خلکو د اوسېدو سيمو کې درنې وسلې کارول کېږي، ملکي وگړي بيا بيا يرغمل کېږي او پر خيريه تاسيساتو بريدونه کېږي، چې دا ټول د بشري حقونو د خوندي کولو په اړه د ملي يووالي حکومت ناکامي ښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړيوالې روڼتيا ادارې وروستي کلني راپور ۲۰۱۵ز کې د افغانستان حکومت د نړۍ هيوادونو کې دويمه درجه فاسد هيواد بللی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button