ترکیې له امريکا غوښتي، گولن وروسپاري
وروسته له هغه چې د ترکيې د پوځ يوې برخې پر واکمن نظام د کودتا ناکامه هڅه وکړه، ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان له امريکا غوښتي، چې فتح الله گولن وروسپاري. گولن اوسمهال د امريکا پنسلوانيا ايالت کې مېشت دی او د ترکي حکومت له لوري د ترهگرۍ په تور تورن دی.
اردوغان تېره ورځ استانبول کې د هغه د کور مخې ته راټولو شويو زرگونو ترکانو ته وينا کې پر امريکا غږ وکړ، چې که چېرې زموږ ستراتيژيک همکاران ياست، دا غوښتنه مو پر ځای کړئ. نوموړي زياته کړه: «تاسو موږ نه د ډېرو ترهگرو د درسپارلو غوښتنه کړې او موږ درکړي دي، ځکه نو ياد تن موږ ته وسپارئ».
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د اردوغان د غوښتنې په غبرگون کې ويلي، چې «د فتح الله گولن د ورسپارلو په اړه غور کوو، د اسلامي دين عالم چې پنسلوانيا کې مېشت دی او ترکي ولسمشر يې د کودتا په مشرۍ تورنوي». کيري له ترکي حکومته غوښتي، چې په دې اړه کره او دقيق شواهد ورکړي، امريکا به هغه ومني او وروسته به په دې اړه پرېکړه وکړي.