افغانستانسلايډ

شپاړلس وزارتونو کې رييسان د خپلوۍ په بنياد گمارل شوي

د افغانستان په شپاړلسو وزارتونو کې د تجربه کارو رييسانو پر ځای د کابينې د غړو له لوري خپل خپلوان پر دندو گمارل شوي دي. د دغو وزارتونو گوښه شويو رييسانو لاريونونه کړي او وايي، د حکومت مشرانو او ملي شورا ته يې په همدې اړه ليک استولی دی.

په دغه ليک کې ويل شوي، چې وزيران تجربه کار او وړ کسان له کاره گوښه کوي او پر ځای يې بې تجربې خپلوان په لوړو معاشونو پر دندو گماري.

دغو رييسانو ويلي، فاسد کسان او مافياوې ادارو کې فساد عاموي او دوی د اوسنيو وزيرانو له لوري حمايه کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي وحدت حکومت مشرانو د حکومت د پيل پر مهال ټينگه ژمنه کړې وه، چې يوازې د شايسته سالارۍ له لارې به خلکو ته دندې ورکوي او چې څوک يې وړتیا نه لري، گوښه کېږي به.

د لاريون کوونکو يوه تن وويل: «موږ د يوه وزارت اړوند نه يو، د شپاړلسو وزارتونو يو، خبره سياسي شوې ده، هره اداره کوښښ کوي، اړوند کسان او خپلوان ادارو کې ننباسي، اوس هم ډېر کسان له دې وېرې چې غبرگون سره به مخ شي، لاريون کې نه راوځي».

د ولسي جرگې د تقنني چارو کميسيون هم منلې ده، چې وزارتونو کې دغه ستونزه پېښه ده، د دې کميسيون رييس قاضي نذير احمد حنفي رسنيو ته ويلي، گڼو ادارو ته يې جلا جلا ليکونه استولي، څو گوښه شوي رييسان بېرته پر دندو وگماري.

دا په داسې حال کې ده، چې د اداري فساد په اړه د نړيوالو ادارو راپورونو څرگنده کړه، چې د افغانستان حکومت سږ کال يو وار بيا د نړۍ دوهمه درجه فاسد هغه و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button