روانې چارېسلايډ

د معاصر افغانسان ستونزو او فرصتونو ته یوه کتنه (۴) / محمد عارف رسولي

سریزه

په تیرو دریو برخو پسې داځل د ګران هیواد داخلي ستونزو ته کتنه کوو. زما په اند دا برخه زیاته مهمه ده ځکه چې که وغواړو سمول یې زموږ تر کنترول لاندې ده. لکه د جاپان خلکو چې وویل هغوي لمړی باید خپلو کمښتونو، او هغه څه ته وګوري چې دوی په ځان راوستي دي. که ملي ويښتیا، ملي عزم، سمه رهبري او نور ورته اړین شرایط شتون ولري موږ په ځان کې داسې اړین شرایط راوستلای شو چې د بهرنیانو د لاسوهنو مخه ډب کړو، پرمختګ وکړو او پخپلو پښو ودریږو.

د افغانستان د ستونزو داخلي لاملونه

پورته موږ د خپل تیر تاریخ په اوږدو کې د خپلو ستونزو بهرنیو لاملونو ته ځیر شوو، خو دا  د دې لپاره و چې د لاسوهوونکو بهرنیانو په موخو، تګلارو، د هغوی د لاسوهنو په څرنګوالي، بهرنیو او داخلي لاملونو او پایلو یې خبر شو. دا په سمه توګه هلته کیدای شي چې، په ملي کچه پوهاوی زیات کړو، سمه تګلاره ورته جوړه او پلې کړو، او هغه شرایط له منځه یوسو چې بهرنیایو ته د لاس وهنو شرایط برابروي. د بهرنیو د لاسوهنو اصلي لاملونه په حقیقت کې زیات وختونه د ملک په داخل کې وي، که موږ ځانته ځیر نشو او داخلي شرایط سم نکړو نو د بهرنیو مداخلو مخه نشو نیولای.

همدا اوس دا مسئله زموږ د ملک ستره غمیزه ده. ډېری افغانان په یوه خوله دي چې، زموږ ستونزې له بهرنیانو دي، خو په دې سره زیات ویشل شوي یو چې په اصولي توګه څنګه د هغوی د لاسوهنو مخه نیولای شو. وینو چې موږ یې مخه نشو نیولای، ځکه موږ هغو داخلي کمښتونو، تشو او د بهرنیو د مداخلو داخلي لاملونو ته پام نه کوو، او نه یې له منځه وړو. موږ په خورا اسانۍ سره د بیروني دسیسو مخه ډب کولای شو که مو خپل داخلي مسؤلیتونه وپیژندل او ورته ژمن شوو.

همدا خبره د تیرو وختونو د ستونزو په هکله هم سمه ده. موږ باید په تیر تاریخ کې یوازې د دې لپاره مطالعه وکړو، خپل کمښتونه، پاتې راتلل، ځینې بریاوې او د هغو ټولو لاملونه ښه وارزوو، تر څو د او سني او راتلونکي داخلي او خارجي سیاست  لپاره ورڅخه درسونه زده کړو. موږ باید د خپل تاریخ څخه د زده کړې په وخت ښه ځیر وو چې، تل مو له اوسني ژوند څخه و ماضي ته یونه سي. تل مو په خپل خیالي او یو څه رښتیا شانداره ماضي کې غافله و نه ساتي، او د خپلو اوسنیو مسؤلیتونو له منلو څخه مو لیرې نکړي. باید له خپله تاریخه د اوس او راتلونکي لپاره په هوښیارۍ کار واخلو.

د بهرنیانو پورته لاس وهنو ته ډېری وختونه موږ پخپله شرایط برابر کړي دي. باید له ځانه وپوښتو چې ولې موږ هغوی ته ستونزې نشو پیدا کولای. کله چې په کومه ټولنه او ملت کې تشې رامنځته شي، کمښتونه ولري نو په ننداره ګاونډي ملکونه راوړاندې کیږي، هغه تشه ډکوي، د ځان په ګټه ورڅخه کار اخلي. دا هرچیرې همداسې ده. هغه متل دی چې د چا اوړه لانده شي هرڅوک لاس پکې وهي. قدرتمند ملتونه له کمزورو تمه لري چې ورپسې لاړ شي او که نه یا په زور او یا نیرنګ یې ځانته تابع کوي.

که غواړو چې د خپل اختیار خاوندان شو نو حتمي ده چې، په علم، حکومتولۍ، اقتصاد، سیاست، دفاعي قوت، نړیوالو اړیکو، کلتور، د بیوزلۍ په ورکولو، ټولنیز عدالت، د ملي مسئلو په ارزونه، پلان کولو او نورو کې په ځان بسیا او پخپلو پښو ودریږو.

د بهرنیانو لاس وهنو او زموږ د خپلو مسؤلیتونو څخه غفلت او نه منلو، په  موږ کې داسې کلکې انګیرنې رامنځته کړي او زموږ د کلتور یوه ستره برخه ګرځیدلې چې هر درد او غم یوازې او یوازې موږ له بهره بولو. دې انګیرنو موږ له خپلو داخلي ستونزو، دهغوی له لاملونو څخه غافله اوبیخبره ساتلي یو. که زموږ ډلو او ټپلو هره سیاسي تیروتنه کړې، ملامتي مو نه ده منلې او یا مو په بهرنیانو اچولې، ځان ته مو برائت ورکړی او مسؤلیت مو نه دی منلی.

که موږ له یوه او بله پردو ته شکوې کوو، که زموږ د ټاکنو لانجې نور خلک راته جوړوي، نو یقیني خبره ده چې ملامتي مو خپله ده. زموږ ډېری خلک د بهرنیانو سره اړیکو ته د ملي ګټو له کړکۍ څخه نه بلکه د ځاني ګټو له زاویې ګوري.

د نړۍ په زیاتو پرمختللو ملتونو هم سختۍ ورغلې دي، خپله یې تیروتنې کړې دي، په داخلي شخړو اخته شوي او یو بل یې ډېر سره وژلي دي. همدارنګه، د نورو په واسطه تر مستقیم تیري او اشغال لاندې راغلي، مستعمره شوي دي او منابع یې لوټ شوي دي. خو هغوي بیا زر درک کړې ده چې اصلي ستونزې هغه دي چې دوي په خپله په خپل ځان راوستلې دي. باید لمړيتوب هم د هغو ستونزو حل ته ورکړل شي چې دوي یې مسؤلیت لري.

دلته ښه مثال د جاپان د خلکو دی، کله چې هغوي له دوهم نړیوال جنګ وروسته د امریکایي قوتونو لخوا اشغال شول او امریکایي جنرال مکارټر یې جنرال ګورنر شو نو جاپاني نخبه ګانو په خپلو پټو غونډو کې پریکړه وکړه چې لمړی باید د هغه څه غمه وخوري چې دوی په خپل ځان کړي دي، دوی یې مسؤلیت لري او د هغوی په کنترول کې دي. وروسته بیا باید دوی د هغو ستونزو د حل لپاره کار او مبارزه وکړي چې لاملونه یې له بهرنیانو راولاړ شوي. کارپوهان وایي چې د جاپان بریالیتوب هم په همدې پریکړه کې نغښتی دی. دا ځکه چې په هغه وخت کې د بهرنیانو کنټرول خو د هغوي له توانه وتلی وو او لمړی اړینه وه چې ځان یې سم کړی وای.

زموږ ستونزه داده چې د خپلو ناکامیو هیڅ مسؤلیت نه منو او تل یې په بل ور اچوو. بل نشو اصلاح کولای، د ځان اصلاح ته مو فکر نه دی نو پایله کې ورځ تربلې نورو ته محتاج او در په در کیږو. د تاریخ په اوږدو کې که موږ له چا سره ټکر کړی دی تر هغو موږ ته زیات زیانونه رسیدلی دي. که څه هم د انګریز نړیوال ښکیلاک مو له خپلې خاورې وایسته، زیاته مرګ ژوبله مو ورواړوله، خو هغوی هم زموږ خاوره وویشله، په سیمه کې یې نورو ته لاس ورکړ او تراوسه مو نه پریږدي. د روسانو سره د ټکرونو هم دا پایله وه. هغه ستر ستر جنجالونه، قومي اختلافات، اوږدې شخړې، وران اقتصاد او شړیدلي نهادونه یې راپه برخه کړل. هغوی مو وایستل، زیاتې وینې مو تویې شوې خو موږ له دې ټولو قربانیو ګټه پورته نه کړه. بلکه د سیمې هیوادونو خپل ځان، په وسلو، مرستو، نړیوال پرستیژ بسیا کړ. خو موږ په خواشینۍ تراوسه هم د پیل په غوږ کې بیده یو، لاپې وهو، خو نالوستي، جاهل، بیوزله او نورو ته احتیاج پاته شوو. د ژنیوا د تیرو خبرو راوروسته دا اوسنۍ خبرې دوهم وار دی چې پاکستان زموږ د سولې په سر له نړیوالو سترو قدرتونو څخه زموږ د یوې خوا د نماینده په توګه ګټې تر لاسه کوي او نړیوال ورته اړ دي ځکه موږ د ځان اداره نشو کولای.

موږ ته اړینه ده چې ښه فکر وکړو، د کار پوهانو په مټ ښې ارزونې وکړو چې کوم ټولنیز، تاریخي، سیاسي، او نور لاملونو و چې زموږ په ټولنه یې اوسنی حالت راوستلی چې اوس موږ پخپلو داخلي ستونزو نشو بریالي کیدای. باید سم ځان پوه کړو چې پخوا د یوه ملت په توګه موږ ټولو او زموږ مشرانو کومې تیروتنې کړې دي چې اوس یې باید اصلاح کړو او بیا بیایې تکرار نکړو.

په لاندې کرښو کې به هغو خپلو داخلي ریښه اي او بنسټیزو لاملونو نظر واچوو چې، موږ افغانان یې له خپلو مسؤلیتونو راګرځولي یو او بهرنیانو ته موکه په لاس ورغلې چې زموږ په چاروکې لاسوهنه وکړي.

په سیاست کې زموږ ستونزې. وړتیا لرونکي نظامونه او دولتونه په خپله سیمه او نړۍ کې د خپلې بقا او ټنګښت لپاره، د خپلو ملي ګټو د ساتلو، د خپلو خلکو د سوکالۍ او پرمختګ لپاره، یو ګډ لید لوری، د ملک د بقا او پرمختګ لپاره یو ستراتیژیک فکر او د پالیسیو یو سنجول شوی چوکاټ جوړوي، هڅه کوي چې په اړینو وختونو کې یې وارزوي، د اړتیا په وخت بدلون پکې راولي او هغه په هوښیارۍ سره پلي کړي. د دې کار لپاره د کارپوهانو اړینې حلقې لري او دملک د زعامت تر لارښوونې لاندې کار کوی. دا پاخه نظامونه هڅه کوي چې دې ملي لیدلوري ته چې د پورته ملک ملي ګټې په کې خوندي وي د ملي ارزښت په توګه وکتل شي. باید یقیني کړو چې دا لید لوری او ستراتیژیک فکر د ټول ملت ارمانونه او هیلې په ځان کې راونغاړي او د ملت هیڅ کوم فشر ورڅخه بهر پاته نشي.

باید ښه ډاډ ترلاسه کړو چې دا لید لوری  زموږ د ملک د ملي، دیني، کلتوري، اقتصادي، او هویتي ارزښتونو د خوندي کولو د پالیسیو او ستراتیژیکو موخو یوه ټولګه او یو چوکاټ وي چې موږ یې دخپلو ګټو د خوندی کولو لپاره ځانته ټاکو. د هر هیواد تاریخ، جغرافیه، ټولنیزحالات، سیاسي او مدني ظروف سره توپیر لري نو د نظام د بقا لپاره یې ژورلید او کړنلاره هم کیدای شي له یو بل سره توپیر ولري. زموږ ملي لید لوری هم باید خپل ملي خاصیتونه ولري.

د ملي او ستراتیژیکو ګټو د خوندي توب لپاره چوکاټ، لید لوری، او ستر ارمانونه باید شریک وي، اوږد عمر ولري او ټول سیاسي شخصیتونه، ګوندونه، رسني، تکنوکراتان، مدني ټولنې، روحاني شخصیتونه او مشران په اصولو کې ورته ژمن وي. په حکومتونوکې به بدلون راځي خو په ملک کې باید داسې محورونه، مدني ټولنې، سیاسي احزاب، رسنۍ، مستقل لیکوالان او د قانون حاکمیت د یوه اساسي محور په توګه شتون ولري چې  پرینږدي چې په قدرت کې اشخاص او ګروپونه د ملک له غوره شوي تاریخي ستراتیژیک چوکاټ څخه ووزي، او د هیواد ستراتیژیکو ملي ګټو ته زیان ورسوي.

 موږ ټول د راز راز ملکونو لکه امریکا، جاپان، هندوستان او نورو سره سروکار لرو او ګورو چې په هغو کې ټاکنې کیږی، سیاسي قدرت له یوه ګوند څخه وبل ته لیږدول کیږي خو په نړیوالو او هم د هغوي په ملي مهمو مسئلو  کې کوم ستر د پام وړ بدلون نه راځي، ځکه چې ټول ملت په ټولیزه توګه تل ملي ستراتیژيک فکر او ملي ګټو ته ښه ځیر وي او ورڅخه ساتنه کوي. نو ځکه د هغوی هر یو حکومت اړتیا لري چې پورته ستراتیژیک فکر ته ژمن وي.

په پریکړو کې ستونزې. زموږ په اداري او دولتي کلتور کې ټولو درنو ملي ستراتیژیکو مسئلو ته په عادي سترګه کتل کیږي. که یوه موضوع هرڅومره ستر ملي، سیاسي او اقتصادي ارزښت هم ولري کوم ستراتیژیک فوکس نه ورباندې کوو. که کله یو څه فکر ورباندې وهم کړو خو نه ورته دوام ورکوو، نه کوم پلان او تګلاره ورته جوړوو، نه کوم کارپوه ګروپ ورته ټاکو او یوازې په تشو خبرو وخت تیروو. یوه ورځ زموږ د خبرونو سرخط وي خو تر څه وخت وروسته هغه هیروو او بیا په بله خوا روان وو. د مثال په توګه، د تیرو دولسو کلونو په جریان کې زموږ دولت هیڅکله د خپلو اوبو د زیرمو د ودې، مدیریت او د اوبه خور او انرژۍ په سکتورونو کې ورڅخه د ګټې اخیستو په اړه په ستراتیژیکه توګه کوم تمرکز ونه کړ. که د بندونو د جوړولو توان نه و، خو د تکراري غوښتنو سره سره په دې هکله د اړینو مسلکي، تخنیکي، او نورو وړتیاوو او مهارتونو حاصلولو ته، چې خورا مهم او وخت نیونکی کار دی، هم هیڅ پاملرنه ونشوه.

په زیاتو هیوادونو کې کله چې کومه موضوع ژور ستراتیژیک اهمیت پیدا کړی، د هغه ملک ملي زعامت بیا د خپلو نخبه کسانو سره پریکړه وکړي چې، که دوی واښه هم خوري خو د خپلو ملي ستراتیژیکې موخو د ترلاسه کولو لپاره به مالی زیرمې، وړتیا لرونکي ژمن او اړین کارپوهان مومي او د ازمویل شوو علمی تګلارو په مرسته به هغه په ملي عزم پلي کوي.

که پورته د اوبو مثال بیا تکرار کړو، اړتیا وه چې افغانستان داسې کدرونه روزلی وای چې د سترو ذخیرو د تخنکي او مسلکي ارزونو وړتیا یې لرلای، د هیوادونو ترمنځ د بهیدونکو سیندونو څخه د ګټې اخیستو په نړیوالو قوانینو پوه وای، ترڅو یې له اړوندو ګاونډیانو سره د اوبو په اړه د مذکراتو په وخت د خپل هیواد له ګټو ننګه کړې وای. ښه اړین شرایط او مالی امکانات او مرسته کوونکي شته و چې: د ښو تحصیلاتو، ښو استعدادونو او شرایطو لرونکي افغانان په نړیوالو پوهنتونو کې د ماسترۍ او دوکتورا په کچه وروزي، ترڅو اړینه وړتیا، تجربه او تخصص ترلاسه کړي. په خواشینۍ سره داسې ستراتیژیکو مسئلو ته په ډېره بیغورۍ او ان په مرموزه توګه پاملرنه نه کیده.

نور بیا…

د یوه هوسا، خپلواک او سرلوړي افغانستان په هیله

محمد عارف رسولي

کابل – افغانستان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button