تېره ورځ سرپل ولایت کې ناڅرگندو وسلهوالو ۱۷ تنه مسافر له ځان سره وړي وو چې نن د دې ولایت ویاند ذبیح الله اماني دغه خبر تایید کړ او رسنیو ته یې وویل چې د دې مسافرو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.
دغه مسافر له بلخاب ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز ته په لار وو چې د سانچارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسلهوالو مسافر له ځان سره یرغمل کړل.
د سرپل ویاند زیاته کړه چې تر دې دمه د مسافرو له حالت څخه د ولایت چارواکي خبر نه لري یوازې یې له سیمه ایزو قومي مشرانو او سپین ږیرو څخه یې غوښتنه کړې تر څو له حکومت سره په دې اړه مرسته وکړي.
په دې وروستیو کې د لویو لارو امنیتي وضعیت ډېر خراب دی چې له امله یې خلک اندېښمن دي.