وسله طالبانو نن اعلان وکړ چې رهبري شورا یې د پخواني مشر، ملا اختر محمد منصور لومړی مرستیال، مولوي هیبت الله اخوندزاده د نوي مشر په توګه ټاکلی.
د مولوي هیبت الله اخوندزاده په اړه سرچینې وايي، چې په قوم نورزی او د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ دی. د پلار نوم یې مولوي عبدالستار دی او ۴۷کاله عمر لري.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د پوځي محکمې مسوول و. وروسته یې په کابل کې هم د پوځې محکمې مسوولیت ترسره کړی.
هغوی چې هیبت الله اخوندزاده سره نژدې پاتې شوي، وايي چې علمي مسایلو سره یې ډېره لېوالتیا ده، علمي – تحقیقي مزاج لري. په شرعي مسایلو کې نسبتاً متشدد دی. د طالبانو د نورو مشرانو په څېر د ده په باب هم دا خبره کېږي چې له مجلل ژونده لرې او له سختیو سره روږدی دی.
د طالبانو د نوي مشر مرستیالان مولوي محمد یعقوب، د ملا محمد عمر زوی او سراج الدین حقاني دي.