فارن پاليسي: ټرمپ د منځني ختيځ د تېلو د غلا نيت لري
امريکايي مجلې فارن پاليسۍ خپله وروستۍ گڼه کې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرني سياست او د منځني ختيځ په تېلو کې د امریکا د تمو په اړه يوه مقاله خپره کړې او ويلي يې دي، چې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د منځني ختيځ د تېلو د غلا کولو نيت لري.
د دغې څيړنيزې مقالې ليکوال مايکل کلير څرگنده کړې ده: «د منځني ختيځ د تېلو ترلاسه کولو سياست له څو لسيزو راهيسې د امريکا د بحثونو محور دی او ټرمپ په ډېرو پروگرامونو کې ويلي، چې که بريالی شو او د امريکا ولسمشر شو، د عراق تېل به خپل کړي».
ليکوال زياتوي: «ټرمپ لومړنی مهم امريکايي شخصيت نه دی، چې د پوځي ځواک له لارې د منځني ختيځ د تېلو د راويستو په اړه فکر کوي، بلکې امریکايي ادارو ډېر ځله د دغه هدف د لاسته راوړو لپاره خطرناک سياستونه چلولي دي».
مايکل کلير وايي، چې ټرمپ پخوا په څو مناسبتونو کې د منځني ختيځ د تېلو په اړه غږېدلی او د عراق پر تېلو د ولکې لپاره يې جوازونه لټولي او وړاندې کړي دي، لکه د تېرې سپتمبر مياشتې په شپږ ويشتمه نېټه چې د ډيموکراټ گوند له کانديدې هيلري کلنټن سره په مناظره کې وغږېد.
مقاله ليکي، چې ټرمپ په دې اند دی، چې:
۱- که امريکا د عراق تېل ۲۰۱۱ کې له دې هېواده له وتلو وړاندې په خپله ولکه کې اخيستي وی داعش ډله به نه رامنځته کېده».
۲ـ «دا چې امريکا عراق کې د صدام حسين رژيم ړنگ کړی او له دې امله يې پر عراق بريد وکړ، د عراق تېل بايد ترلاسه کړي».
۳ـ «ټرمپ په دې اند دی، چې پخوانيو جنگونو کې غنيمتونه ټول د بريمن لوري وو».
مجلې په ۲۰۱۱ز کې د عربو پسرلي د پيل وخت ته په اشاره ويلي، چې ټرمپ د ليبيا د تېلو د غلا په اړه غږېدلی و او فاکس نيوز ته يې ويلي وو، چې د ليبيا د تېلو د ترلاسه کولو لپاره دې هېواد ته د تگ اراده لري.
مجله زياتوي، چې د منځني ختيځ تېلو ته د لاسرسي په اړه بحثونه د متحده ايالاتو د جمهوري غوښتونکو په گوند کې په پراخه توگه خپاره وو او ټرمپ شايد دغه فکره له ځينو ستراتيژيکو کارپوهانو او پخوانيو جنرالانو اخيستې وي.
فارن پاليسي دې ته اشاره کړې، چې امريکا کې د منځني ختيځ د تېلو د ترلاسه کولو په اړه بحثونه د تېرې پېړۍ اويايمو کلونو کې هغه مهال پيل شول، چې سعودي او د منځني ختيځ هېوادونو هغه تېل بند کړل چې امريکايي سترو شرکتونو پرې ولکه لرله.
مجلې زياته کړې: «کله چې د ۱۹۷۳ په وروستيو او د ۱۹۷۴ په پيل کې امريکا اسراييلو ته ډېرې وسلې ورکړې او سعودي د دې په عکس العمل کې امریکا ته د تېلو صادرول بند کړل، د تېلو بيه څلور برابره لوړه شوه او امریکا کې اقتصادي بحران رامنځته شو. دغه مهال د امريکا ځينو سیاستوالو او کارپوهانو د دې ستونزې د اواري لپاره د پوځي مداخلي طرحه وړاندې کړه».
فارن پاليسۍ پر افغانستان د روسيې بريد او ايران کې د امريکا پلوي شاه په امر د اسلامي کودتا ماتولو ته اشاره کړې او د پخواني امريکايي ولسمشر جيمي کارتر هغه ژمنه يې ياده کړې ده، چې ويلي يې وو، چې د منځني ختيځ د تېلو د لاسته راوړو لپاره به له هيڅ پوځي او اړينې لارې چارې لاس وانخلي». دا وروسته په «د کارتر عقيده» وپېژندل شوه.
ليکوال له هغې وروسته په ۱۹۹۰ کې پر کويټ د عراق د بريد پر مهال د «پلار بوش» له لوري د ځواک کارولو ته اشاره کړې، چې دا کار يې د سعودي د تېلو د بندېدو له وېرې کړی و.
مجلې په پای کې ليکلي، چې متحده ايالات عراق کې د خپل شتون په تر ټولو ځواکمن حالت (۲۰۰۳) کې ونه توانېدل، چې د عراق پر تېلو ولکه وکړي، ځکه دې به يو ستر مصيبت رامنځته کړی و. دغه راز ليکوال په راتلونکې کې د ټرمپ له لوري د عراق د تېلو د ترلاسه کولو د شونتيا ادعا يو ډول لېونتوب بللی دی.