تېره شپه د روزگان د دهراوود په مياندو سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته شوې، چې له امله يې لسگونو امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
د دهراوود ولسوال امين الله خالقي رسنيو سره خبرو کې د دې نښتې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې په ترڅ کې يې پينځه ويشت تنو امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې.
نوموړي زياته کړه، طالبانو د مياندو په مکتب سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه وکړل، چې له امله يې لس امنيتي ځواکونه ووژل شول او پينځلس نور ټپيان شول. د هغه په وينا وژل شويو او ټپيانو کې د ملي اردو عسکر او ملي پوليس شامل دي.
خالقي وايي، جگړه کې لسگونو طالبانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده، خو په اړه يې نور جزيات ور نه کړل. طالبانو لا د دې جگړې په اړه څه نه دي ويلي.