
نن د جمعې د لمانځه پر مهال د حصارک په جامع جومات کې چاودنه شوې. د ننگرهار ولایت ویاند عطاء الله خوگیاڼي د پېښې پخلی کړی.
خوگیاڼي رسنیو ته وویل چې د پېښې له امله د امام په شمول څلور تنه لمونځ کوونکي وژل شوي دي. خوگیاڼي همداراز زیاته کړه چې بمب د جومات په مهراب کې ځای پرځای شوی وو.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.