ډونلډ ټرمپ: ټوله نړۍ له امريکا گټې اخلي او څوک يې درناوی نه کوي
امريکا کې د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ وايي، چې نړۍ د امريکا درناوی نه کوي، امريکايي چارواکي د چالاکو او تېز دماغو خلکو له لوري تېر ايستل کيږي.
ډونلډ ټرمپ په خپلو تازه څرگندونو کې ويلي، چې امريکا بايد د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې له مداخلو لاس واخلي او که منځني ختيځ او نورو هېوادونو کې د امريکا مداخله نه وای، نو دومره ستونزو سره به نه و مخ.
ډونلډ ټرمپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې د امريکا بهرنۍ پاليسي په اړه ويلي، که امريکا پنځلس کاله وړانډې منځني ختيځ کې مداخله نه وای کړې، نو اوس به د امريکا او منځني ختيځ دواړو حالات د اوس په پرتله ډېر ښه وو.
د جمهوري پلوو له لوري د ولسمشرۍ نوماند وايي، چې جاپان او جنوبي کوريا د اتومي وسلو جوړولو واک لري او ښه خبره دا ده، چې امريکا دې له دواړو هېوادونو خپل سرتيري راوباسي.
نوموړي زياته کړه، چې يوازې المان نه، بلکې ټوله نړۍ د امريکا جاسوسي کوي او ايډوارډ سنوډن خپل هېواد ته ډېر زيان رسولی دی.
له هېواده بهر د نظامي ځواک کارولو په اړه ډونلډ ټرمپ وويل، چې په دې اړه دی يو نظر لري، هغه دا، چې بهرنيو هېوادونو کې بايد يوازې د امريکا د گټو او خوندي توب لپاره ځواکونه وکارول شي، له هغې وروسته د هغو هېوادونو نظامي مرسته وشي، چې د امريکا رښتينې دوستان دي، مگر اوس زموږ ځواکونه د هغو هېوادونو د گټو لپاره په نظامي عملياتو کې بوخت دي، چې «زموږ دوستان نه دي او موږ د هغوی لپاره قرباني ورکوو.»
د سوريې کړکېچ په اړه يې وويل، چې په يو وخت کې داعش ډلې او بشارالاسد سره دښمني «احمقانه» کار دی او زياتوي، چې اسلامي دولت ډله له بشارالاسد څخه څو چنده «وحشي او خطرناکه ده».
ډونلډ ټرمپ وايي، چې د ده شعار «تر ټولو مخکې امريکا ده» او زياتوي، چې دی د يوازيتوب غوښتنه نه کوي، مگر دی ويني، چې نړۍ د امريکا درناوی نه کوي او ټول نړيوال ورسره په «چل او فريب» تعامل کوي.
«امريکا د نړۍ تر ټولو قوي، مگر غبي هېواد دی، چې چين، جاپان، جنوبي کوريا او د منځني ختيځ هېوادونه ټول د امريکا مالونه وهي او په مقابل کې يې بيا امريکا سره هغه ډول تعامل نه کوي.»
د ډونلډ ټرمپ په وينا، که دی د امريکا ولسمشر شي، نو دغه ډول اړيکې به له خلکو سره ونه ساتي.
د ناټو ايتلاف په اړه وايي، له هغې ورځې، چې امريکا په ناټو ايتلاف کې شامله شوې، امريکا تر ټولو زياتې پيسې ورکوي او تر ټولو کمه گټه يې امريکا ته رسيږي.
د مرکې په اخره کې خبريال پوښتنه کوي، چې دونلډ ټرمپ ولې د بهرنۍ پاليسي په اړه تفصيلي خبره نه کوي، نوموړی وايي، چې دی څه کول غوړاي، ټولې خبرې له خلکو سره نه شريکوي او لامل يې دا دی، چې د ده پاليسي بايد د خپل فکر او پلان له مخې وي، نه د خلکو د څرگندونو له مخې او دی نه غواړي، چې حريف هېوادونه د امريکا له بهرنۍ پاليسي په مکمله توگه خبر شي.