خبرونه

پولیسو لنډي‌کوتل کې سلگونه افغان کورونه وران کړي دي

د پاکستان امنیتي ادارو رسنیو سره د دې خبرې پخلی کړی چې دوی د لنډي‌کوتل پولیسو ته امر کړی دی چې په سلگونه افغان کورونه وران کړي.

دغه افغانان له کمونستي انقلاب وروسته له افغانستان څخه لنډي‌کوتل ته مهاجر شوي او دلته یې خپل کورونه جوړ کړي دي. د دې کورونو د ویجاړولو لپاره له درنو ماشینونو او گڼو پولیسو څخه گټه پورته شوې ده.

د پاکستان د پولیسو په وینا دغه مهاجرین له نادرا سره ثبت شوي نه وو او په غیرې قانوني ډول یې لنډي‌کوتل کې ژوند کاوه.

دغه کورونه چې د لنډي‌کوتل د باچا مېنې په سیمه کې یې شتون درلود ۳۱۸ کورنۍ وې چې د ټولو کسانو شمېر يې ۸۲۶ ته رسېده.

Related Articles

Back to top button