دوه ورځې کېږي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر چین ته په یوه رسمي سفر تللی. اتمر، چې ویل کېږي په ملي يووالي حکومت کې تر نورو پر ولسمشر غني ډېر اغېز لري، داسې مهال چین ته تللی، چې د ملي يووالي حکومت د سولې هڅې بې پایلې شوې او وسله والو طالبانو پسرلني عملیات هم علان کړل.
له تېرې څه کم یوې اوونۍ راهیسې چې طالبانو پسرلني عملیات علان کړي، په کندوز او بغلان ولایتونو کې د طالبانو یرغلیزو بریدونو زور اخیستی. له تېرو څلورو ورځو په کندوز کې سختې نښتې راوانې دي چې دواړه غاړې د پرمختګونو ادعاوې کوي.
طالبانو له هغې وروسته د نوو عملیاتو اعلان وکړ، چې د څلور اړخیزو ناستو کې يې له ګډونه بشپړ انکار وکړ. ویل کېږي، افغان حکومت یو ځل بیا هڅې پیل کړي چې د چین له لارې پر پاکستان فشار راوړي چې طالبان اړباسي د خبرو اترو مېز ته راشي.
د څلور اړخیزو ناستو په اوږدو کې تمه کېده چې پاکستان به طالبان اړباسي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي.
په ۲۰۱۴م کال کې چې د ملي يووالي حکومت رامنځ ته شو، د ولسمشر لومړنی رسمي سفر هم د چین ولسي جمهوریت ته و. ولسمشر غني انګېرله چې پر پاکستان به د چین د فشار له لارې وکولی شي چې طالبان خبرو ته اړباسي. خو څلور اړخیزې ناستې عملاً بې پایلې پای ته ورسېدې.
چین د څلور اړخیزو ناستو له مهمو غړو څخه و؛ خو د دغو ناستو په څلورمه هغې کې، چې تېره فبروري په کابل کې ترسره شوه، د چین ټیټ پوړي استازي ګډون کړی و. هغه مهال هم وویل شول، چې ښايي چین پر دغې لړۍ باور له لاسه ورکړی وي.
د اتمر د سفر یوه مهمه برخه له خپل چینايي سیال سره لیده کاته دي.
د ملي امنیت شورا ویاند ویلي، اتمر به په دغه سفر کې له چین څخه د پوځي مرستو غوښتنه وکړي چې د سیمې د یوه زورور هېواد په توګه د افغانستان په سوله کې خپل رول ادا کړي.
د چین له لارې د افغانستان په غوښتنه پر پاکستان د فشار فرضیه تل د کارپوهانو له لورې نقد شوې ده. د کارپوهانو په باور چین د افغان حکومت په پرتله پاکستاني هغه ته ډېر ارزښت ورکوي.