د پراون د والي په گډون دولس تنه لوړپوړي چارواکي نن په ولايت مقام کې د يوې امنيتي ناستې په ترڅ کې مسموم شوي دي.
د پروان امنيه قومندان محمد زمان مموزي رسنيو ته ويلي، نن ماسپخين دولس بجې ولايت مرکز کې د يوې امنيتي غونډې په ترڅ کې، چې د ولايتي شورا غړي او امنيتي چارواکو په کې گډون درلود، د والي په گډون دولس چارواکي مسموم شول. د نوموړي په وينا د خونې گرمولو لپاره له گازي بخارۍ گټه اخيستل کېده، چې شايد د بخارۍ د کوم نل د ليک کېدو له امله خونه گازو نيولې وي. مموزی زياتوي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي، څو د چارواکو د مسمومېدو لامل معلوم شي.
په مسموم شويو کې د امنيه قومندانۍ امنيتي آمر ضياء الرحمن فايض سيد خيلي، د پروان د ملي امنيت مرستيال، د همغږۍ د مرکز قومندان، د پروان د ولايتي شورا رييس غلام بهاو الدين جيلاني، په پروان کې د ملي اردو ځواکونو قومندان ډگروال لطيف خان او درې نور قوماندانان او ځنې نور کسان شامل دي.
د پروان د عامې روغتيا رييس محمد قسيم سعيدي هم د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، دولس تنه چې زړه بدۍ، گنگستيا او ضعف نيولي وو، د پروان ولايتي روغتون ته وروړل شوي دي، خو د والي محمد عاصم عاصم درملنه ولايت مقام کې شوې ده.
د هغه په وينا اته تنه له درملنې وروسته رخصت شوي، يو کابل ته استول شوی او درې نور لا هم بستر دي.