د بلخ چارسنبالي والي عطا نور په خپل فیسبوک پاڼې کې د دوستم په ملاتړو تور پورې کړی چې کواگې دوی د جمعیت پر کسانو ډزې کړي او گڼو تنو ته یې مرگ ژوبله اړولې ده. عطا محمد د ملي یووالی له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دوستم د خپل سري عملیاتو او وژنو مخه دې ونیسي.
چارسنبالي والي زیاته کړې چې د سې شنبې پر ماښام دوه تنو د نظام الدین او حنیف الماري په نامه قومندانانو چې دوستم ته وفادار کسان دي د فاروق قاطع چې د جمعیت قومندان دی پر پوستې ډزې کړي چې له امله یې دواړو لورو ته مرگ ژوبلې اوښتي دي او قاطع چې د جمعیت د ځوانانو مشر دی وژل شوی دی.
بل لوري ته د جنبش ویاند او د ولسي جرگې غړی احمد تهینج رسنیو ته ویلي چې د قاطع کسانو د جنبش د وسلهوالو مخه ډب کړې وه چې له امله یې ډزې شوي او کسان په کې مړه شوي دي.
تهینج همداراز زیاته کړه چې عطا محمد نور له پخوا غوښتل چې په شمال کې د جنبش مخه ونیسي او ډېری ځله یې مزاحمتونه کړي دي تر څو جنبش بدنامه کړي.
تېرو میاشتو کې د دوستم او عطا محمد نور د ملاتړو تر منځ د مزارې شریف په ښار کې نښتې شوې وې چې په پای کې د ولسمشر له مداخلې وروسته دواړه لوري ارام شول.