اروپايي ټولنې روان زېږديز کال کې افغانستان کې د فساد پر ضد اووه اوونيز کمپاين په رسمي توگه پيل کړ.
د اروپايي ټولنې خبرپاڼه کې راغلي، د فساد ضد دغه کمپاين موخه فساد سره مبارزه کې د افغانستان د خلکو مرسته او د دولت د پورته کړيو گامونو ملاتړ دی.
دغه پيل شوی کمپاين به عدلي او قضايي ارگانونو، طبيعی منابعو او د کانونو د غير قانوني کيندنو پر ضد او د فساد په وړاندې د خلکو په هڅو زور راوړي.
د اروپايي ټولنې خبرپاڼې د افغانستان دولتي ادارو کې فساد اوس هم پوره زور کې بللی او زياته کړې يې ده، چې له امله يې د دې هيواد اقتصاد فلج دی. «فساد تېرې لاسته راوړنې، پانگونې او د افغانستان د ځوانانو راتلونکې تهديدوي».
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د هيئت د رييس ځانگړي استازي فرانز مايکل ميلبن په دې اړه وويل: «افغانان هره ورځ د فساد د تيارې له داسې سيوري سره مخ کېږي، چې د مالدارو جېبونه لا ډکوي او غريبان لا ځوروی. فساد تېرو څوارلسو کلونو کې د افغانانو هغه لاسته راوړنې له منځه وړي، چې په ډېره سختۍ يې لاسته راوړې دي».
نوموړي د دغې پديدې مقابله يوازې د دولت په هڅو پورې نه، بلکې د «هر افغان» په مرسته او ملاتړ پورې تړلی او د افغانستان پر دولت يې غږ کړی، چې په دې اړه خپل پرمختگونه خلکو ته وښيي.
دا په داسې حال کې ده، چې فساد ضد نړيوالې ادارې د ملي يووالي حکومت د فساد ضد مبارزه کې پاتې بولي او وايي، چې لا هم دولتي ادارې له پراخ فساده ډکې دي. دغو ادارو د دې کار يو ستر لامل دا ښودلی، چې د ملي يووالي حکومت مشران بې له دې چې کار اهل خلکو ته وسپاري، په سيالۍ خپل پلويان پر دندو گماري، چې وروسته ترې ډېرې ستونزې راولاړېږي.