
د راپورنو له مخې کابل کې سعودي سفارت هغو افغان ځوانانو ته چې عمرونه یې له څلوېښتو کلونو لږ دي د عمرې د ادا کولو لپاره ويزې نه ورکوي.
د بهرنیو چارو وزارت چې د سعودي سفیر یې په دې اړه احضار کړی وو وايي چې له دوی سره کوم قناعت کوونکی دلیل نه شته چې ولې ځوانو افغانانو ته د عمرې ویزې نه ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي چې د بهرنیو چارو وزارت خپل استازي سعودي ته استولي تر څو په دې اړه له سعودي چارواکو سره جدي بحث وکړي چې ولې له څلوېښتو کلونو کم عمره افغانانو ته د عمرې ویزې نه ورکوي.
ځینې راپورونه وايي چې سعودي له دې اندېښمن دی چې ځوان افغانان به د یمن او سعودي تر منځ په تاوتریخوالي کې د دوی له مخالفو ډلو سره یوځای شي خو دغه خبره تر دې دمه کومې غاړې رسما نه دي منلي.
تر دې دمه په سلگونو افغان ځوانانو د ویزې د اخیستلو لپاره خپل نومونه د شخصي شرکتونو له لارې ثبت کړي چې تر دې دمه یې ویزې نه دي تر لاسه کړي او د انتظار شپې او ورځې تېروي.