افغانستانسلايډ

روسيې له طالبانو د دې هېواد د ملاتړ تورونه رد کړل

کابل کې د روسيې سفير الکساندر مانتيتسکي د ملي شورا د غړو او افغان سياستوالو هغه تورونه رد کړل، چې گوندې روسيه افغانستان کې د داعش ترورستي ډلې د ځپلو په موخه له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي.

د روسيې په اړه له څو مياشتو راهيسې دا راپورونه ورکول کېږي، چې گوندې وسله والو طالبانو سره د داعش د ځپلو په موخه مرسته کوي. ځينو رسنيو د روسيې د ولسمشر پوتين په قول ليکلي وو، چې طالبانو سره مو ځينې استخباراتي معلومات شريک کړي دي. خو د افغانستان لپاره د ولسمشر پوتين ځانگړي استازي ضمير کابلوف دغه راپورونه رد کړل.

کابل کې د روسيې سفير پرون روسيې ته د اتيا تنو افغان محصلينو د استولو مراسمو کې څرگنده کړه، چې هغه تورونه ناسم دي، چې گوندې روسيه افغانستان کې د امريکا او ناټو په گډون د غربي هېوادونو په رقابت کې ده. نوموړي زياته کړه، روسيه د يوه ازاد او خپلواک افغانستان پلوې ده.

ښاغلي مانتيتسکي وويل: «زموږ پام دی چې د افغانستان د ملي شورا يو شمېر استازي او سياسي شنونکي داسې څرگندونې کوي، چې گوندې روسيه د طالبانو مرسته کوي او د هغوی وسلې ترميموي. همدا راز ادعا کېږي چې له يوه پلوه د امريکا د متحده ايالاتو او ناټو او له بل پلوه د روسيې تر منځ افغانستان کې رقابتي جگړه روانه ده. په دې غير مسوولانه او ناسمو څرگندونو هڅه کېږي، چې د امريکا او ناټو په پينځلس کلن موجوديت کې د افغانستان د امنيتي، سياسي او نظامي وضعيت په اړه نيمگړتياوې او ناکامۍ پټې شي».

ده په پای کې وويل، چې روسيه د يوه خپلواک، ازاد، له اقتصادي پلوه پرمختللي او له ترورېزم او نشه‌يي توکو د پاک افغانستان غوښتونکې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button