افغانستانسلايډ

ډنډغوري کې دېرش سيمه‌ييز پوليس طالبانو ته تسليم شوي

د بغلان ډنډغوري سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختو نښتو په ترڅ کې دېرش تنه سيمه‌ييز پوليس له خپلو وسلو او مهماتو سره وسله والو طالبانو ته تسليم شوي دي.

ډنډغوري چې څه موده وړاندې د دولت له لوري په کې عمليات تر سره شول، طالبان ترې د عملياتو له پيل سره ووتل، خو اوس يو وار بيا دغې سيمې ته راستانه شول او سيمه يې په ولکه کې واخيسته.

د بغلان يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي، چې سيمه کې دېرش تنه سيمه‌ييز پوليس وسله والو طالبانو سره يو ځای شوي دي.

سرچينې ويلي، تسليم شوي پوليس د ډنډغوري د قلعه خواجه پوستې اړوند وو، چې له پنځه ويشت ميله سپکو او درنو وسلو سره طالبانو ته ورغلي دي.

د سيمې دغه پوسته له څو شپو راهيسې د وسله والو له لوري کلابنده وه او چې د پوليسو له مرستې تمه وشکېده، خپله وسله يې کېښوده.

طالبانو له دې تکتيکه پخوا هم څو ځله کار اخيستی او بيا بيا توانېدلي، چې لسگونه پوليس او عسکر ځانته تسليم کړي. ډېری وختونه دغه معامله طالبانو ته د پوستو، وسلو او مهماتو په سپارلو او د نيولو شويو عسکرو او پوليسو په ژوندي پرېښودو ترسره کېږي.

چارواکو لا په رسمي ډول د دې خبر په رد يا تاييد کې څه نه دي ويل، خو طالبانو د دومره پوليسو د ژوندي نيولو پخلی کړی دی.

Related Articles

Back to top button