
ننگرهار ولایت کې سړيتښتوونکو د ډاکر د موسسې یوه ښځینه بهرنۍ کارکوونکي تښتولې ده. د ننگرهار ولایت چارواکو د دې کارکوونکۍ د تښتونې خبر منلی دی.
عطاءالله خوگیاڼی د ننگرهار ولایت ویاند رسنیو ته وویل: «دغه ښځینه کارکوونکۍ له کابل څخه ننگرهار ته راغلې وه او په سپین غر هوتل کې پاتې کېده چې د سړيتښتوونکو له لوري وتښتوتل شوه».
د خوگیاڼي په وینا دې کارکوونکۍ په ننگرهار ولایت کې د ډاکار د موسسې له څانگې څخه په داسې حال کې کتنه کوله چې له دې سره د پولیسو کومه ډله نه وه.
سړيتښتوونکو د پولیسو لباس په تن کړی وو چې د ډاکار موسسې دفتر ته ننوتل او دغه کارکوونکۍ یې وتښتوله.
ډاکار د ډینمارک د هېواد موسسه ده چې له کلونو راهیسې د افغانستان په گڼو برخو کې پراختیايي کارونه پر مخ وړي.