خبرونهسلايډ

اوباما: امریکايي پوځيان به افغانستان کې تر راتلونکي کاله پورې پاتې وي

ولسمشر اوباما تېره ورځ په پنټاگون کې د امریکا د داخلي امنیت او په سوریه، افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځيانو د عملیاتو د اروزونې غونډه کې وویل چې امریکايي پوځيان به تر ۲۰۱۷ کال پورې افغانستان کې پاتې شي.

اوباما زیاته کړه « زما د تېرې ارزونې له مخې موږ باید یوازې ۵۵۰۰ پوځيان پرېښودلي وای خو د افغانستان امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی او باید زموږ د پوځيان شمیر ۸۵۰۰ څخه لږ نشي». ولسمشر اوباما همدارنگه زیاته کړه چې امریکايي پوځيان په عراق او سوریه کې د داعش جگړه مارو په وړاندې خورا ډېرې لاسته راوړنې لري.

اوباما د ېوې پوښتنې په ځواب کې وویل: « دا سمه ده چې په امریکا او اروپا کې هم چاودنې کېږي او ځینې وخت امنیتي ستونزې رامنځته کېږي خو د لبنان، عراق او افغانستان ناخوالو ته څوک پاملرنه نه کوي او زه په دې اړه اندېښمن یم».

له تېر کال رهیسې امریکايي پوځیانو په سوریه کې د داعش جگړه مارو په ضد جگړه پيل کړې چې ډېری ځله یې د کردي جنگیالو سره د هوايي ځواک له لارې مرستې کړي.

اوباما په ننگرهار کې د داعش د ډلې مشر «عمر خلیفه» د وژل کېدو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې دا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره ستره لاسته راوړنه ده. اوباما همداراز وویل: « که چېرې مو القاعدې ته په وزیرستان او فاټا کې ماتې نه وه ورکړې نو ښايي د ډیسمبر یوولیسمې پېښې ته ورته نورو پېښو سره مخ شوي وای».

له تېرې کال رهیسې گڼو امریکايي پوځي مشرانو په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه اندېښنې څرگندې کړي دي او څو ځله یې د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو په اړه له رسنیو سره مرکې کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button