خبرونه
د کابل په کارتې نو سیمه کې چاودنه شوې
رسنیو خبر ورکړی چې د کابل په کارتې نو سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یو تن د ترافیکو پولیس وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. چاودنه د ترافیکو پولیسو په رینجر شوې وه. امنیتي مسوولینو خبر ورکړی چې چاودنه د مقناطیسي بم له لوري شوې.
امنیتي مسوولینو زیاته کړې چې د چاودنې له کبله دوه تنه ملکي وگړي هم ټپیان شوي دي. تر دې دمه د پېښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دي. په دې وروستیو کې د عاشورا په ورځې د کابل او بلخ چاودنې داعش ډلې په غاړه اخیستې وې.