د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانگړې څارگره اداره «سیگار» وايي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د جرمني په یوه بانک کې پټې پیسې او گاڼه لري. سیگار زیاتوي چې کرزي په ۲۰۰۸ کال د فساد پر ضد د مبارزې لپاره یو کمیسیون وټاکه چې بشپړ صلاحیت یې نه درلود.
سیگار همدارنگه زیاتوي چې د کرزي په حکومت کې چې کومو چارواکو د خپلو پانگو اعلان کړی وو هغه ټول کره نه ول چې په دې کې د کرزي خپله شخصي پانگه هم شامل ده.
کرزي د ۲۰۱۵ په سپتمبر کې خپله ټوله پانگه اعلان کړه چې په کې د جرمني د بانک د حساب یادونه هم شوی وو خو دا نه وو ذکر شوي چې په دې حساب کې څومره پیسې دي او د څومره پیسو په ارزښت گاڼه ساتل شوي دي.
د سیگار وروستی راپور په داسې حال کې خپور شوی دی چې افغان حکومت د اداري فساد د لمنځه وړلو هڅې پیل کړي او نړیوالو هم د ملي يووالي پر حکومت فشار ډېر کړی دی.