خبرونهسلايډ

د کابل چاودنې کې ۲۰۰ تنه ټپیان او ۲۴ تنه مړه دي

د لومړيو راپورونو له مخې د کابل په ننۍ چاودنه کې شاوخوا ۲۰۰ تنه ټپيان او ۲۴ تنه نور مړه دي. امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې چاودنه یو ځانمرگي موټر بمب کړې ده.

د سیمې پولیسو د دې خبرې پخلی کړی دی چې د ځانمرگي موخه په پولي محمود خان سیمه کې د ملي امنیت دفتر وو. د امنیت ملي چارواکي بیا وايي چې د ځانمرگي برید هدف د ملي امنیت دفتر نه وو. د دوی په وینا د ځانمرگی هدف د ملي امنیت یو لوړپوړی چارواکی وو چې په خپل موټر کې وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې ځانگړو ځواکونو سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې تر څو د برید کوونکو څخه کوم یو پټ نه وي پاتې شوی.

صدیقي د مړو او ټپیان په اړه وویل چې ډېرو ته مرگ ژوبله اوښتې خو مشخصې شمېرې یې یادې نه کړې.

د راپورونو له مخې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې د دې برید مسوولیت منلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button