افغانستانسلايډ

د ملي اردو د يوه عسکر کورنۍ پرې د امريکايانو له لوري د عملياتو کيسه کوي

د پکتيا يوه کورنۍ د امريکايي ځواکونو له لوري د دوی پر کور د بريدگرو امريکايي پوځيانو او د هغوی د خپلوانو د وژونکو محاکمه غواړي.

دغه کورنۍ چې درې کاله وړاندې پرې امريکايي ځواکونو شپنيز عمليات وکړل، د عملياتو په ترڅ کې يې د کورنۍ پينځه غړي، دوه ورونه، د هغوی مېرمنې او يوه خور له لاسه ورکړل.

امريکايي ځواکونو پر ياده کورنۍ پرته له کوم توره په داسې حال کې عمليات کړي دي، چې يو وژل شوی غړی يې د پکتيا د وزي ځدراڼ ولسوالۍ په امنيتي ليکو کې فعال سرتېری او يو بل غړی یې د احمد اباد ولسوالۍ څارنوال و.

د کورنۍ مشر شراب خان پژواک سره خبرو کې وويل: «درې کاله وړاندې امريکايانو زموږ پر کور بريد وکړ، زما لمسی زېږدلی و، د کلي خلک د خوښۍ لمانځلو په موخه راټول شوي وو، چې اتڼ وکړي، خو د شپې درې بجې مې پر بام چيغې واورېدې، د باندې مې امريکايي پوځيان وليدل، پر بامونو ولاړ وو، بيا انگړ ته راننوتل او پر خونو ورننوتل».

نوموړي زياته کړه: «لومړی مې مشر زوی محمد داوود راووت، پر هغه يې ضربه وکړه او ځای پر ځای يې وواژه، بل زوی مې راووت، هغه يې هم وويشت».

شراب خان زياتوي، کله چې مېرمنو زما د زامنو مړي وليدل، په ژړا شوې او راووتې، پر هغوی يې هم ډزې وکړې او انگړ له وينو ډک شو. «امريکايان خونو ته ننوتل، ټول مېلمانه يې تر سهار په داسې حال کې د باندې درولي وو، چې سيمه واورو پوښلې وه».

د هغه په وينا امريکايانو څو تنه له ځان سره هم بوتلل، چې وروسته يې راخوشې کړل.

د دې کورنۍ مشر وايي، امريکايي ځواکونو ټول کور ولټاوه، خو هيڅ يې ونه موندل، خو د کورنۍ اووه څلوېښت لکه کلدارې پيسې يې له ځان سره يووړې، چې يوازې لږې يې بېرته ورکړې دي.

سپين ږيري شراب خان په ژړغوني غږ وويل: «که اباما خپله ټوله پاچاهي هم راکولی، ما خپل يو زوی نه ورکاوه، خو افسوس چې زامن او کورنۍ مې ډېر بې ځايه ولاړل، کاش کومه گناه خو يې لرلی». د هغه په خبره: «د بدبختۍ ځای دا دی، چې زامن يې طالبان نه وو او حکومت کې يې دنده درلوده، په همدې ورځ هم زموږ د کور مخې ته رېنجر موټر ولاړ و».

هغه وايي، له وژل شويو زامنو گڼ لمسيان ورپاتې دي چې خرڅ يې په خپله د ده پر غاړه دی.

د پکتيا چارواکي وايي، د دغه دردمند انسان له کيسې خبر دي او هڅه کوي، له حکومتي او بهرنيو چارواکو ورته مرستې راجلب کړي.

Related Articles

Back to top button